1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سویلي سودان په اړه نړیواله اندیښنه

مسعود جهش (AFP, AP)۱۳۹۲ دی ۱, یکشنبه

په داسې حال کې چې په سویلې سودان کې شخړه د پراخیدو په حال کې ده، نړیوالو مشرانو د دغه هیواد په جګړه کې له ښکیلو اړخونو څخه غوښتي دي چې خپل ستونزې له سیاسي لارو حل کړي.

https://p.dw.com/p/1Aekc
انځور: Reuters

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کیمون، هم د هغو نړیوالو مشرانو په ډله کې ده چې په جنوبي سودان کې یې د سولې راتلو له پاره غږ پورته کړی دی. په جنوبي سودان کې د دغه هیواد د ولسمشر او د هغه د پخواني مرستیال د پلویانو تر منځ جګړه روانه ده.

بان د یکشنبې په ورځ په فلیپین کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «زه غواړم چې ټول سیاسي، پوځي او د ملیشو مشران تاوتریخوالي او خصومت ته د پای تکي کیږدي او د ملکي وګړو پر ضد تاوتریخوالی پای ته ورسوي.»

هغه همداراز د سویلي سودان پر ولسمشر ساوا کایر او د هغه پر پخوانی مرستیال ریک ماچر، باندې غږ وکړ چې دغه «کړکیچ له سیاسي لارې» حل کړي.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، هم د سویلي سودان په اړه یوه بیانیه خپره کړې وه. اوباما تر هغه وروسته دغه بیانیه خپره کړه چې له سویلي سودان څخه د امریکايي اتباعو د را ایستلو په ماموریت کې څلور تنه امریکايان ټپیان شول.

اوباما په خپله بیانیه کې په سویلي سودان کې د یوې کودتا پر ضد ګواښ وکړ او ویې ویل: «داسې هره هڅه چې په ترڅ کې یې له پوځي لارې واک ته د رسیدو کوښښ وشي، به د دې لامل شي چې امریکا متحده ایالات او نړیواله ټولنه له دغه هیواد څخه خپل اوږد مهاله ملاتړ ته د پای ټکي کیږدي.»

اوباما په عین حال کې د سودان په شخړه کې پر ښکیلو اړخونو باندې غږ وکړ چې په دغه هیواد کې د میشتو امریکایانو ساتنه وکړي. اوباما په داسې حال کې دغه غوښتنه کړې ده چې ویل کیږي د جنوبي سودان په شخړه کې یو شمیر ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

قبیله یې نفاق

برلین، کینیا او یوګاندا هم له سویلي سودان څخه د خپلو اتباعو د ایستلو بهیر پیل کړی دی. په وروستیو وختونو کې په سویلي سودان کې وضعیت د خرابیدو په حال کې دی. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو پر یوې اډې باندې هم برید شوی وو چې په پایله کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتې ماموریت دوه هندي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ولسمشر کایر وایي چې په سویلي سودان کې تاوتریخوالی د هغه د پخواني مرستیال له خوا د کودتا تر هڅې وروسته پیل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د هغه پخوانی مرستیال له دې خبرې څخه انکار کوي. خو د سویلي سودان په شخړه کې قبیله یې فکتور هم ډیر نقش لري. ولسمشر او د هغه پخوانی مرستیال له دوو بیلابیلو قبیلو څخه دي

په سویلي سودان کې په وروستیو وختونو کې شاوخوا ۵۰۰ کسان وژل شوي دي. سویلي سودان د نړۍ تر ټولو نوی هیواد دی چې له خپل شمالي گاونډي سودان څخه جلا شوی دی.