1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال بانک له افغانستان سره ۵۰ میلیونه ډالر مرستې کوي

امین بهراد۱۳۹۲ شهریور ۱۵, جمعه

نړیوال بانک له افغان حکومت سره د فساد پر وړاندې د مبارزې په بدل کې مالي مرستې کوي. تر دې مخکې نړیوالو مرستندویه هیوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې د فساد له منځه تلو سره تړلې وې.

https://p.dw.com/p/19d5s
انځور: AFP/Getty Images

د افغانستان د مالیې وزارت او نړیوال بانک یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې دغه بانک افغانستان ته له فساد سره د مبارزي په موخه ۵۰ میلیونه ډالر ورکوي. دغه مالي مرستې به په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو په راوستلو او د افغانستان پر اقتصادي ودې ولگول شي.

د دغه تړون د لاسلیکولو پر مهال د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال، له نړیوال بانک څخه د دغه سازمان د مخکنیو مرسته له کبله مننه وکړه او ویې ویل: «موږ له نړیوال بانک سره هر کال د یو شمیر اصلاحاتو پر راوستلو توافق کړی دی. زموږ د دغه توافق په بدل کې نړیوال بانک هر کال موږ ته یو اندازه پېسې د تشویق په توگه راکوي. خو دغه پېسې یوازې هغه وخت افغانستان ته ورکول کیږي چې دغه هیواد په تړون کې شوي توافقونه پلي کړي.»

زاخیلوال روښانه کړه چې د نړیوال بانک مرستې به د گمرکونو، د ځمکې د ادارې او مدیریت، د کانونو پر استخراج او معلوماتي تکنالوژي پر ودې ولگول شي. هغه وویل چې په ټولیز ډول به د نړیوال بانک مرستې په قانوني، مقرراتي او ملاتړي اصلاحاتو باندې مصرف شي.

په نړیوال بانک کې د افغانستان د چارو مسوول رابرت جې سم، په دې باور دی چې له افغانستان سره مالي مرستې له دې هیواد سره مرسته کوي چې مالي استقلال ته ورسیږي. هغه روښانه کړه چې نړیوال بانک ژمن دی چې له افغانستان سره د داسې اصلاحاتو په راوستلو کې مرسته وکړي چې په دې هیواد کې د مالي استحکام د رامنځ ته کیدو لامل شي. ښاغلي سم وویل: «له ۲۰۰۲ کال راهیسې موږ [له افغانستان سره] د بې وزلي د راکمیدو په برخه کې خپلې مرستې ډیرې کړې دي ترڅو [په افغانستان کې] اقتصادي وده رامنځ ته شي. د زده کړو له سکتوره نیولې بیا تر روغتیا او د کرهنې د سکتورونو له پاره د بنسټونو رامنځ ته کولو پورې، موږ په بیلابیلو بخشونو کې د افغانستان ملاتړ کړی دی.»

د ښاغلي سم په خبره د نویو منل شويو اصلاحاتو د پلي کیدو له کبله به تر ۲۰۱۵ کاله پورې د افغانستان د عوایدو کچه لوړه شي، د پانگونو له پاره به مناسب شرایط رامنځ ته شي او د کانونو د کیندنې په برخه کې به نوې پانگونې وشي.

د افغانستان د مالیې وزارت معین مصطفی مستور، روښانه کړه چې د نړیوال بانک د مرستو په مصرفولو کې د لومړیتوبونو ټاکل او همداراز د دغو مرستو مصرفول افغان حکومت پورې اړه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب