1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال بانک: نړۍ په ۲۰۱۲ کال کي ټیټه اقتصادي وده کوي

۱۳۹۰ دی ۲۸, چهارشنبه

نړیوال بانک په خپل وروستي رپورټ کي ویلي دي چي نړۍ به په ۲۰۱۲ کال کي د پخوانیو وړاندوینو په پرتله ټیټه اقتصادي وده وکړي. دې بانک د یورو په زون کي هم د مالي بحرانونو وړاند وینه کړې ده.

https://p.dw.com/p/13lEV
تر دې مخکي نړیوال بانک په نړۍ کی د لوړ اقتصادي پرمختګ وړاند وینه کړې وه.
تر دې مخکي نړیوال بانک په نړۍ کی د لوړ اقتصادي پرمختګ وړاند وینه کړې وه.انځور: ullstein bild - Fotoagentur imo

نړیوال بانک د چهار شنبې په ورځ په خپل رپور کي وویل چي اوس د دې بانک چارواکي فکر کوي چي نړۍ به په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کي د پخوانیو اټکلونو په پرتله ټیټه اقتصادي وده وکړي.

نړیوال بانک ویلي دي چي په ۲۰۱۲ کال کي به پرمختلونکي هیوادونه ۵.۴، پرمختللي هیوادونه ۱.۴ او د یورو زون هیوادونه به منفي ۰.۳ سلنه اقتصادي وده وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي دغه بانک تر دې مخکي اعلان کړی وو، چي په ۲۰۱۲ کال کي به پرمختلونکي هیوادونه ۶.۲، پرمختللی هیوادونه ۲.۷ او د یورو زون د حوزي هیوادونه به ۱.۹ سلنه اقتصادي وده وکړي.

نړیوال بانک په دې هکله په یو رپوټ کي ویلي دي: «ښایي اروپا یو وار بیاله اقتصادي بحران سره مخامخ شي. د نړۍ په ځینو نورو هیوادونو کي هم اقتصادي وده راټیټه شوې ده.»

په رپورټ کي زیاته شوې ده چي د اروپا مالي ستونزي له هغه وروسته لا پسي ډیري شوي دي چي د Standard and Poor’s سازمان پریکړه وکړه چي د نهو اروپايي هیوادونو د پور اخیستني اعتبار راټیټ کړي.

د نړیوال بانک په رپورټ کي ویل شوي دي: «د اروپا مالي کړکیچ او پرمختلونکي هیوادونو ټیټه اقتصادي وده یو پر بل تأثیر کوي، چي دا په خپله په نړۍ کي د لا ټيټ اقتصادي رشد د رامنځ ته کیدو لامل کیږي.»

نړیوال بانک همداراز ویلي دي چي د راتلونکي اقتصادي بحران په جریان کي به دولتونه د ۲۰۰۹ او ۲۰۰۸ کالونو د بحران په څیر له مالي سازمانونو سره مرستي و نه شي کولای.

نړیوال بانک په خپل رپورټ کي زیاته کړې ده چي په ۲۰۱۲ کال کي به د پورونو مارکیټونه له ستونزو سره مخامخ شي او د ډیر شمیر بانکونو له پاره به ستونزي رامڼځ ته کړي.

په نړیوال بانک کي د نړۍ د اقتصاد مشر، اندریو بورنز، ویلي دي چي راروان کال کي به ټول هیوادونه د اقتصادي بحران له امله زیانمن شي. هغه پر هیوادونو غږ کړی دﺉ چي په لازمو تدابیرو لاس پورې کړي.

د نړیوال بانک د رپورټ په حواله په راتلونکو دوو کلونو کي به شرقي اسیا په نړۍ کي تر ټولو لوړه اقتصادي وده وکړي. په رپورټ کي د دغې سیمي وده ۷.۸ سلنه اټکل شوی ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم