1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال وجهي صندوق د اقتصادي بحران پر وړاندې هلې ځلې کوي

۱۳۹۱ فروردین ۳۱, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14gsu

د پورنو له بحران څخه د مخنیوی له پاره نړیوال وجهي صندوق غواړي چې بیا هم له خپلو غړو هیوادونو سره مرستې وکړي. د دغه صندوق مشرې کریستین لاګارد په واشنګتن کې وویل چې دې د ۳۱۶ میلیاردو ډالرو د ورکولو په اړه موافقه تر لاسه کړې ده چې له دغه بحران سره مبارزه وکړي او اقتصادی ثبات قوي سي. د IWE په نامه دغه صندوق غواړي چې ۴۰۰ میلیارده ډالره سره راټولي کړي چې د اقتصادي بحران د پراخېدو په مقابل کې په اصطلاح یو دیوال جوړ کړي. د اروپایي ټولنې د کمیسیون د مشر خوزې مانوویل باروزو، په نظر اوس هم د پورونو بحران په کامل ډول له منځه نه دئ تللی.