1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړی وروسته له اقتصادي بحران څخه

۱۳۸۷ بهمن ۹, چهارشنبه

په داوس کښي د ډيرو زياتو کسانو پر ګډون سربيره ،نړيوال اقتصادي کنفرانس په دغه کال کي د سختو او مشکلو وظايفو سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/Ghlk
انځور: AP

څنګه کيداي سي چه د يوه سخت اقتصادي بحران په منځ کي يو خوشالونکي خبر تر لاسه سي، او همهغسي مشهوره او ښه وي، لکه د دوی د ميلمستيا وو او عميقو بحثو په ډول، او جواب يې دادی چه سړی بايد ځان د نوي حالت سره عيار کي.

د سويس د رسنيو په حواله په ميلمستياوو کي هم لږ مصرفيږي ،او ډير ګران غذايي مواد او شربت نه کارول کيږي.

د عادي جروبحث په عوض هلته موضوعګاني جدي نيول کيږي ،او خصوصأ په کنفرانس کي د کاري ګروپو د کار موضوع هم جدي نيول کيږي . دولتي او حکومتي مشران بايد د اقتصادي بحران څخه د راوتو په خاطر يوه طرحه جوړه کي.

په سويس کې د داوس ښار
په سويس کې د داوس ښارانځور: AP

خو پر دغو جدي هدفو سربيره د کنفرانس څخه مختلف انتظارونه کيږي . د نړۍ کيدو پر ضد د ګروپ attac څخه آليکسيس پاساداکيس وايي:

« که سړي وګوري چه څه ډول اقتصادي بحران رامنځته سو، بيا نو دا هغه کسان دي، چه دلته راغلي دي او په دقيق ډول هغه کسان چه ددغه بحران مسؤليت پر غاړه لري. دوي به کوښښ وکي، چه دلته د حل داسي لاري پيدا کي چه د مصارفو اصلي بار بيا هم د خلګو پر اوږو ورولويږي، چه د اقتصادي غوړوني پر وخت هم دوی د اوسني نړيوال اقتصادي سيسټم څخه متأثره وه.»

خو ټوله اقتصادي کارپوهان بيا دغه نړيوال اقتصادي کنفرانس ډير مايوسه کونکي نه بولي. د مونشن د Ifo د انستيتوت څخه هانس ويرنر وايي چه دغه نړيوال اقتصادي کنفرانس تر G8 يا G20 د هيوادو د کنفرانس په مقايسه ډير وسيع دی.

د داوس کنفرانس به دمختلفو ښو نظريو درلوونکي هم وي.