1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړۍ ته د کاربن ډای اکسایډ او خرابي هوا بیه څومره ده؟

۱۳۹۷ آذر ۱۷, شنبه

زموږ ورځني محصولات یوازي محیط، اقلیم او روغتیا ته تاوان نه رسوي، بلکي هغه ډیر گران هم تمامیږي. پروسږکال د سیلابونو، طوفانونو او وچکالیو په سبب ۱۱۵۰۰ انسانان وژل سوي او تر ۳۷۵ ملیارډه ډالره تاوانونه رسیدلي.

https://p.dw.com/p/39iPM
Deutschland Umweltaktivisten im Hambacher Forst
انځور: picture-alliance/dpa/I. Fassbender

گل خانه اي او نور مضرره گازونه  زموږ صحت ته تاون رسوي، ایکالوژیکي سیسټم خرابوي او هوا گرموي. په ټوله دنیا کي هوا ورسره خرابیږي ، چي په سبب یې سخت سیلابونه، طوفانونه، وچکالۍ ، ویرانۍ او ورسره انساني درد او غم رامنځته کیږي. دا هم پداسي حال کي ده، چي تر اوسه پوري د اقلیمي، چاپیریالي او صحي ضررونو عاملینو اکثرأ ددغو تاوانونو جبران خساره نه ده ورکړې. تاواني سوي کسان اکثرأ هیڅ  مرسته په لاس نه راوړي او که یو څه وي ، هغه هم ددولت له خوا وي.

Windkraft in Schleswig-Holstein Jess Jessen
انځور: DW/G.Rueter

یو ورځنئ محصول څومره گران تمامیږي؟

د جرمني د اقلیم ساتني د فدرالي ادارې- UBA څخه استرید ماتي وايي، چي« زموږ ورځني محصولات  د ایکالوژیکي سیسټم له پاره ډیر گران تمامیږي. هغه ضررونه ، چي مثلأ د ودانیو او زیربنأ څخه رامنځته کیږي، نه یوازي صحت ، بلکي ایکالوژیکي سیسټم ته هم ډیر تاوانونه رسوي.»

په ودانیو کي د برق ، سکرو او یا تیلو د استعمال او یاهم  په موټرونو، بسونو، ریلونو او یا طیارو کي د تگ راتگ او سفرونو څخه رامنځته سوي تاوانونه ملیارډو  ډالرو ته رسیږی.

د یوه ټُن کاربن ډای اکسایډ تولید د جرمني د اقلیم ساتني د فدرالي ادارې د ارقامو پراساس تقریبأ ۶۴۰ یورو کیږي. که دغه تاوانونه د ۱۰۰۰ کیلومتره په فاصله کي دطیارې پر یوه مسافر باندي تقسیم سي، نو یې اقلیم ته ۲۳۵ یورو تاوان رسیږي. د یوه بس پر مسافر او عین فاصله کي فقط ۲۶ یورو او ریل کي ۴۶ یورو کیږي. د شخصي ډیزلي موټر پواسطه عین فاصله اقلیم ته ۱۹۳ ، پترولي ۱۸۹ او برقي موټر ۱۵۲ یورو تاوان رسوي.

Windräder vor Kraftwerk Neurath
انځور: picture-alliance/dpa

دغه اداره غواړي په راتلونکي کال کي اقلیم ته د زراعتي محصولاتو تاوانونه هم نشر کړي.

په همدې خاطر د نوبل جایزې گټونکئ جوزیف سټیگلیڅ غواړي، چي تر ۲۰۲۲ م کال پوري د کاربن ډای اکسایډ دهر ټُن پر تولیدونکي او عامل باندي د ۳۵ څخه تر ۷۰ یورو او تر ۲۰۳۰ م کال پوري ۴۴ تر ۸۸ یورو پوري وضع سي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 21.03.2018)