1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړۍ د مخدره موادو په هکله بحث کوي

متیوس فون هاین۱۳۹۵ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

له ۴۰ کلونو را په دې خوا ډير حکومتونه د نشه توکو پر ضد جگړه کوي. دا مبارزه اوس هم روانه ده خو بشري تاوان یې وار په وار زیاتیږي. ملگري ملتونه د اپریل له ۱۹ تر ۲۱ پورې د نشه یې توکو د سیاست د راتلونکې په هکله بحث کوي.

https://p.dw.com/p/1IYNO
Mexiko Marijuana Plantage
انځور: picture alliance/dpa/S. Gonzalez

مخدره مواد هر چيري پيدا کيږي. ځينې مواد په لويديځ کې آزاد دي لکه الکهول، قهوه، نيکوتين چې په سګريټو کې وي او د رواني ناروغيو له پاره دارو درمل. نور نشه يي توکي بيا غيرقانوني بڼه لري لکه چرس، هېروين او کريستال مېت.

د مخدره موادو تجارت ډېر عايد لري. قانوني مواد خو لا پرېږده په تېره بيا غير قانوني نشه يي توکي د پيسو د پيدا کولو يوه منبع ده. دا ځکه چې منع شوي دي او بيې یې ډېرې لوړې دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۴ م کال کې تقريبا ۲۵۰ ميليونو انسانانو مخدره مواد استعمال کړي دي. په دې ترتیب سره نو د هرو شکو کسانو له ډلې څخه یوه یې په دې کال کې مخدره توکي کارولي دي چې د ۱۶ او ۶۴ کلونو په منځ کې عمر لري.

مخدره مواد بډې او اداري فساد پياوړي کوي

د دغې تقاضا له کبله يو ډېر ستر تور بازار هم رامنځ ته شوی دی چې ترتيب شوو جرايمو ته لمن وهي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې په کال کې ۳۳۰ مليارډه امريکايي ډالر د مخدره موادو له پاره لګول کيږي.

Autor Don Winslow
دون وینسلوانځور: picture-alliance/dpa/A. Estevez

چېرته چې دومره ډېرې پيسې وي بيا فساد، بډې او تاوتريخوالی هم وي چې کله نا کله يې کچه داسې لوړه وي چې بشپړ هېوادونه له ستونزو سره مخامخيږي. له دې کبله د مخدره موادو په برخه کې يو وړ او مناسب سياست ډېر اهميت لري: هغه په پرمختيايي چارو پورې اړه لري ځکه چې د نړۍ په ځينو برخو کې د غيرقانوني مخدره موادو توليد د اقتصادي هلو ځلو په ډګر کې مرکزي رول لوبوي او د وړو کروندګرو د ژوند د تامين له پاره هم ډېر ارزښت لري. دا د روغتيا ډګر پورې تعلق لري ځکه چې په ګڼ شمېر هېوادونو کې په نشه يي موادو روږدي ناروغان مجرمين بلل کيږي او زندانو ته اچول کيږي د دې پر ځای چې درملنه يې وشي.

بله دا چې د پېچکاريو او ستنو د قلت له کبله نری رنځ او ايډز هم په خپرېدو وي. د مخدره موادو په برخه کې سياست په امنيتي مسايلو پورې هم اړه لري. د مخدره موادو تجارت په اروپا کې د سازمان شویو جرايمو دريمه برخه ټول ټال عايدات تشکيلوي. لکه څنګه چې اروپايي پوليسو يعنې د يوروپول ادارې ويلي دي ځينې ترهګر سازمانونه د مخدره موادو د خرڅلاو له لارې پيسې لاس ته راوړي.

په لاتينه امريکا کې جاري هلې ځلې

په نيو يارک کې اوس له ۱۸ کلونو راهيسې په لومړي ځل په نړيواله سطح د مخدره موادو اړوند د سياسي چارو په اړه خبرې کيږي. ملګرو ملتونو د اپريل په ۱۹مه د مخدرو موادو د ستونزې په اړه خاصه غونډه رابللې ده. د مکسيکو، ګواتېمالا او کلمبيا هېوادونو داسې يو کنفرانس غوښتی وو. دغه هېوادونه «د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې» ته د شک په سترګه ګوري. دغه مبارزه د جګړې شکل لري چې د کابو ۵۰ کلونو راهيسې روانه ده.

Uruguay Marihuana Legalisierung 2013
اوروګوې په ۲۰۱۳ کال کې ماریوانا قانوني کړهانځور: Pablo Porciuncula/AFP/Getty Images

بديل سياست

په ۱۹۹۸م کال کې ملګرو ملتونو د پخواني سرمنشي کوفي عنان، تر مشرۍ لاندې لا دغه شعار ورکړی وو: «له مخدره موادو څخه پاکې نړۍ ته رسېدلای شو.»

خو هغه اوس خپل نظر ته تغيير ورکړی دی. عنان د «دېر شپيګل» مجلې ته د فبرورۍ مياشتې په پای کې ويلي ول چې دی د مخدرو موادو د استعمال قانوني کول غواړي.

په خپله ليکنه کې کوفي عنان دا هم کښلي دي چې د مخدرو موادو پر ضد مبارزه د انسانانو پر وړاندې جګړه ګرځېدلې ده. له مخدره موادو څخه پاکه نړۍ دی له دې کبله هسې يو خوب و خيال بولي.