1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نږدې ۸۰۰۰ روهنگي کډوال په بیړیو کې انتظار باسي

عبدالباري حکیم۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۷, یکشنبه

د مالیزیا هیواد په خپل ساحل کې په بیړیو کې د زرگونو کډوالو د بحران په هکله ځان بې مسئولیته بولي. د مالیزیا لومړي وزیر د سویل ختیځ آسیایې هیوادونو په کچه د دغې ستونزې له پاره د یوه حل لارې په لټه کې دی.

https://p.dw.com/p/1FQw6
انځور: Getty Images/Afp/C. Archambault

د نایجیریایې «خبري آژانس برنامه» په حواله د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق ویلي دي چې مالیزیا باید د روهنگي کډوالو د ستونزو له امله تر فشار لاندی را نه وستل شی. نجیب رزاق وویل چې د بنگال په خلیج کې د کډوالو بحران ته په کتلو سره میانمار د یو چټک اقدام په فکر کې دی. د هغه په خبره هیواد یې په دې هڅه کې دی چې میانمار د کډوالو په موضوع کې مخکې تر دې چې وضعیت لا پسې خراب شي د یو مثبت اقدام په توگه یو څه وکړي.

نجیب رزاق وویل چې د داخلي ستونزو له امله له میانمار څخه انسانان د تیښتې په حال کې دي چې دغه وضعیت مونږ نه شو کنترولولې. په عین وخت کې هغه د ASEAN یا د سویل ختیځ اسیایې هیوادونو د ټولنې د مشر په توگه زیاته کړه چې نوموړی د دې پلوي دی چې دغه ستونزه د سویل ختیځو هیوادونو د ټولنې په سطحه حل کړای شي.

د کډوالو د بحران د حل په برخه کې د میانمار همکاري مهم نقش لري. د دغو کډوالو لویه برخه چې غواړي د سمندر له لارې ځانونه د اندونیزیا، تهایلنډ او مالیزیا هیوادونو ته ورسوي د روهنگیانو د قوم پورې تعلق لري چې د دغه هیواد د وگړو اقلیت تشکوي.

په میانمار کې د روهنگي اقلیت پوری اړونده دغه قومې ډله چې حتی د دغه هیواد د تابعیت درلودلو حق هم ورته نه دی ورکول شوې د توکم پالنې، تبعیض او زورزیاتي سره مخامخ ده.

د ملگرو ملتونو په حواله روهنگیان هغه قومي اقلیت دی چې حتې په نړیواله کچه د زورزیاتي سره مخامخ دی. تهایلنډ، مالیزیا او انډونیزیا اعلان کړی دی چې د دوی ساحل ته د کډوالو رسیدلي بیړۍ به بیرته په آزاد سمندر کې پر شاتگ ته اړ کړي. مالیزه د اونۍ په نیمایې کې د دوی ساحل ته دوه رسیدلي بیړۍ چې تر ۸۰۰ ډیر کډوال په کښې سپاره ول بیرته شړلي ول.

د بنکوک ځانکړی غونډه
د تهایلنډ حکومت د مې میاشتې په ۲۹ نیټه د کډوالو د کړکیچ د حل په موخه په بنکوک کې یو ورځنې نړیوال کنفرانس بللې دی. د لومړي غبرگون په توگه میانمار په دغه کنفرانس کې خپل گډون تر پوښتنې لاندی راوستلې دی. د (IOM) یا د کډوالو له پاره د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په اوس وخت کې شاوخوا ۸۰۰۰ کډوال په بیړیو کې د سویل ختیځ آسیا د خلیج پر لور په حرکت کې دي.

په دغو بیړیو کې سپاره کډوال چې تر خپلې اندازې ډیر انسانان په کښې سپاره دي، د ولږې او تندې له بیرونکي وضعیت سره مخامخ دي. د انډونیزیا په ختیځ ساحل سماترا سنگ، کې د یوې ډوبې شوې کشتې څخه ژوندي پاتې شوې کسان کیسه کوي چې په کشتې د سپرو کډوالو تر منځ د خوراکي توکو په سر جنگونه کیدل، دوی حتې یو بل وژل او په سمندر کې یې غورځول. په دغه کشتې سپاره کسان روهنگي او بنگله دیشي کډوال ول.

د انډونیزیا د لنگزا، ښار د پولیسو مشر وویل چې نږدې ۹۰۰ کډوال ژغورل شوې دي. ژغورل شوو کسانو ویلي دي چې د دوی بیړۍ شاوخوا دوه میاشتې په سمندر کې سفر کړی دی. دغه بیړۍ په لومړي سر کې د انډونیزیا او بیا د مالیزیا له خوا رد شوې وه.