1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیمروز: وګړي د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي

۱۳۹۰ شهریور ۱۹, شنبه

د نیمروز ولایت اوسیدونکي له تیرو دریو میاشتو راهیسي د څښاک د اوبو له شدید کمښت سره مخ دي. په پارلمان کې د دغه ولایت د اوسیدونکو استازی په دولت نیوکه کوي او وایې چې د دغې ستونزې د حل لپاره یې لازم اقدامات نه دي تر سره کړي

https://p.dw.com/p/12WZn
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP


په پارلمان کې د نیمروز ولایت وکیلان پر حکومت تور لګوي چې د نیمروز ولایت خلک یې هیر کړي او که وضیعت همداسي دوام وکړي نو دغلته بشري ناورین د رامنځ ته کیدو په حال کې دی.

نیمروز د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د هلمند سیند یې له منځ څخه تیریږي او په پای کې ایران ته بهیږي.

په ولسي جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي، فریبا احمدي، وایې په نیمروز کې خلک له تندې مري، په داسي حال کې چې د هلمند د سیند اوبه بي له کومي ګټي ایران ته بهیږي.

د هغې هوکړې له مخې چې څه باندي دری لسیزي دمخه د وخت د لومړي وزیر، موسی شفیق، او ایراني دولت تر منځ شوي وه افغان دولت مکلف وو چې په هره ثانیه کې ۲۶ متر مکعبه اوبه ایراني لوري ته ورکړي خو اوس ویل کیږي چې د اوبو د ورکړي دغه کچه په بي ساري توګه لوړه سوي په داسي حال کې چې د نیمروزخلک حتی د څښاک اوبه نه لري.

میرمن احمدي وایې مرکزي دولت له خلکو سره د مور اومیرې چلند کوي او پرته له دې چې  د هغوي ستونزي په پام کې ونیسي د هغوی ګټي د سیاسي لوبو قرباني کوي.
میرمن  احمدي د هلمند والي هم په دغه برخه کې په ټګی تورن کړ. هغي وویل:

«مرکزي دولت او په خاصه توګه د هلمند والي پرته له دې چې د نیمروز د خلکو ستونزو ته پام وکړي، د اوبو د کنټرول په برخه کې پاتي راغلی او زمونږ د خلکو غوښتنو ته چې خپل مسلم حق او هغه هم د څښاک اوبه غواړي هیڅ پام نه کوي.»

په ورته وخت کې د هلمند والي محمد ګلاب منګل بیا  دغه تورونه نه مني. نوموړی  وایې د اوبو کنټرول او د نیمروز خلکو ته د څښاک د اوبو برابرول د ده دنده نه بلکې د مرکزي حکومت دنده ده.

ښاغلی منګل وایې د اوبو او بریښنا وزارت او د هلمند ولایت د اوبو د تنظیم ریاست دنده لري چې په ګډه دغه ستونزه هواره کړي.
«مونږ په دغه برخه کې په مستقیمه توګه مداخله نه کوو. دا د اوبو او بریښنا د وزارت تخنیکي مسله ده. هر څه چې هغوي فیصله کوي مونږ یې  پلی کوو خو په خپلواکه توګه مونږ په دغه برخه کې هیڅ تصمیم نه سو نیولای.»

د هلمند د سیند د اوبو پر سر یوازي په کور دننه نه بلکې د ملک څخه دباندي هم لانجې رواني دي.

تیره اونۍ د بهرنیو چارو وزارت د اوبو او بریښنا وزارت ته یو لیک واستاوه  تر څو د هلمند د سیند د اوبو په اړه د ایران اندیښنو ته ځواب ووایی.

د ایران دولت وایې که چیري په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند ورغول سي نو امکان لري چې په ایران باندي د هغو اوبو په اندازه کې کمښت راسي چې د وخت له لومړي وزیر سره یې پرې هوکړه کړي وه.

دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او بریښنا وزارت بیا وایې چې دوي په دغه برخه کې د هیڅ بهرني هیواد فرمایش ته غاړه نږدي او په خپلواک توګه به عمل کوي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش