1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیوزیلند پاکستان ته په ۱۱۹ منډو ماته ورکړه

۱۳۹۳ بهمن ۱۴, سه‌شنبه

د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ نړیوال جام د سیالیو تمریناتي لوبو په ترڅ کې د نیوزیلند لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته په یوه لوبه کې په ۱۱۹ منډو ماتې ورکړه. په دې ترتیب نیوزیلند د دوو لوبو دغه سیریز په دوه صفر سره وگاټه.

https://p.dw.com/p/1EUs3
انځور: Reuters

نیوزیلند د پچې يا ټاس تر گټلو وروسته خپله د منډو جوړولو پریکړه وکړه او په ټاکل شوو پنځوس اوورنو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره پاکستان ته د ۳۷۰ منډو هدف وټاکه. په یو ورځنیو لوبو کې دغه یو ډیر لوی هدف دی چې تر لاسه یې کول خورا سخت کار دی.

که څه هم د نیوزیلند د لوبې پېل ډیر ښه نه وو او لومړۍ ویکټه یې هغه وخت له لاسه ورکړه چې مجموعي منډي یې ۴۳ وې. خو تر هغې وروسته نیوزیلندي توپ وهونکي گوپتېل او ویلیمسن داسې ټینگ شول چې د پاکستاني بالرانو څخه یې لاره ورکه کړه.

د دغو دواړو توپ وهونکو تر منځ د ۱۲۸ منډو شراکت وشو. د نیوزیلند دوهمه ویکټه هغه وخت ولویده چې مجموعي منډې یې ۱۷۱ وې. د پنځوسو اوورونو تر ختمیدو وروسته نیوزیلند د پنځو لوبغاړو د سوځیدو پر سر ۳۶۹ منډي جوړې کړې.

د نیوزیلند په لوبډله کې تر ټولو زیاتي منډي ویلمسن جوړې کړې. هغه پر ۱۳۲ توپونو د یوې شپږیزې او ۱۴ څلوریزو پر مټ ۱۱۲ منډي وکړې. دی د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی هم وبلل شو. همداشان د ټایلر ۱۰۲ منډې هم د پام وړ وې چې د لوبې تر آخره ناسوځیدلی پاته شو.

د پاکستاني توپ وهونکو پیل خورا ډیر ښه وو. خو د اوپنرانو احمد شهزاد او محمد حفیظ د ۱۱۱ منډو شراکت هم پاکستان له ماته څخه و نه ژغوره.

احمد شهزاد هغه وخت وسوځید چې د پاکستان مجموعي منډې ۱۱۱ وې. تر احمد شهزاد وروسته یونس خان راغی خو دی یوازي د ۱۹ منډو تر شراکت وروسته وسوځید. د پاکستان دریم لوبغاړی محمد حفیظ وو چې د ۱۷۳ په مجموعي منډو وسوځید.

تر هغه وروسته شاهد آفریدي میدان ته راووت خو دی هم تر۱۱ منډو جوړولو وروسته وسوځید. پاکستاني لوبغاړي د نیوزیلنډي بالرانو پر وړاندي ټینگ نه شول او یو په بل پسې ژر ژر وسوځیدل په پای کې د پاکستان ټوله لوبډله د ۴۴ اوور په لومړي توپ تر۲۵۰ منډو جوړولو وروسته وسوځیده او نیوزیلنډ پاکستان ته په ۱۱۹ منډو ماته ورکړه.

د پاکستان له اړخه تر ټولو زیاتي منډي محمد حفیظ جوړي کړې. هغه پر ۸۹ توپونو د درو شپږیزو او پنځه څلوریزو پر مټ ۸۶ منډي وکړې. احمد شهزاد ۵۵ او کپتان مصباح الحق ۴۵ منډې جوړې کړې.

دا د نیوزیلند دوهمه لوبه ده چې له پاکستان څخه یې گټي. په دې ترتیب نیوزیلند د دوو لوبو لړۍ د صفر په مقابل کې په دوو لوبو سره وگټله.

دا تمریناتي لوبې د ۲۰۱۵م کال د نړیوال جام د سیالیو تر مخه په آسترالیا او نیوزیلند کې تر سره کیږي. په پام کې ده چې د تمریناتي لوبو په ترڅ کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه له هندوستان سره وي. د فبرورۍ پر دریالسمه نېټه به د افغانستان لوبډله خپله دوهمه تمریناتي لوبه د متحدو عربي آماراتو سره وي. اوسمهال افغان لوبډله په آسترالیا کې خپل تمرینونه کوي.

د فبرورۍ پر څوارلسمه نېټه د نړیوال جام لومړۍ لوبه به د A گروپ د کوربه هیواد آسترالیا او انگلستان تر منځ ترسره شي او په همدې نېټه به په نیوزیلنډ کې د نیوزیلنډ او سریلانکا لوبډلو تر منځ لوبه وشي.

نیوزیلند لوبډله هم په A گروپ کې قرار لري. افغانستان به د نړیوال جام لومړۍ لوبه د فبرورۍ میاشتې پر ۱۸ نېټه له بنگله دیش سره وي. تر دې دمخه افغانستان د آسیا جام په اتلولیو کې د بنگله دیش لوبډلي ته ماته ورکړې وه.