1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«دوستم خپل سیاسي رقیب تر ډبولو وروسته برمته کړی»

۱۳۹۵ آذر ۸, دوشنبه

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ ناوخته ویلي چې عبدالرشید دوستم په جوزجان ولایت کې د بزکشي د یوې لوبې پر مهال خپل یو سیاسي سیال وهلي او بیا یې وروسته کسانو برمته کړی دی.

https://p.dw.com/p/2TLoJ
Afghanistan General Abdul Rashid Dostum Wahlkampagne
انځور: Getty Images/P. Bronstein

د دې ورځپاڼې په حواله پیښه په جوزجان ولایت کې د جمعې په ورځ د بزکشي د یوې لوبې پر مهال رامنځ ته شوې ده. د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د کسانو له خوا بیول شوی کس احمد ایشچي، نومیږي او د دوستم د جنبش ګوند غړی دی.

نویارک ټایمز په خپل رپوټ کې ویلي دي چې احمد ایشچي پر دوستم باندې نیوکې کړې وي.

د جوزجان ولایت د امنیې قوماندان رحمت الله ترکستاني، د آلمان خبري آژانس ته وویل: «دا زموږ له صلاحیته لوړه خبره ده. یوازې ولسمشریزه ماڼۍ دغه موضوع حل او فصل کولی شي.»

پر دوستم باندې تر دې مخکې آن د جنګي جنایتونه تورونه لګول شوي دي خو کله چې ولسمشر غني هغه د خپل لومړي مرستیال په توګه ونوموه، نو دغه پخواني جنګسالار له افغانانو څخه بخښنه وغوښته.

دوستم په وروستیو وختونو کې د ملي یووالي حکومت له مشرتابه خوښ نه دی او څو موده مخکې یې پر ولسمشر غني او اجراییه وي رییس عبدالله عبدالله باندې نیوکې وکړې. دوستم ویلي چې ولسمشر غني یې صلاحیتونه محدود کړي دي او د هغه خبري جدي نه ګڼي.

تر پیښې وروسته په سلهاو مظاهره کوونکي په شبرغان ښار کې د دوستم کور مخې ته راټول شوي وو او د برمته نیول شوي کس د آزادولو غوښتنه یې کوله.