1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

نیکولسن: د افغان ځواکونو د روزنې بهیر پراخوو

۱۳۹۶ شهریور ۲, پنجشنبه

د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن وویل چې په پریکړنده ملاتړ ماموریت کې شامل امریکایي او د ناټو ځواکونه به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې بهیر لا پسې پراخ کړي.

https://p.dw.com/p/2ijdZ
John W. Nicholson USA NATO Afghanistan Nominierung Oberkommandeur
انځور: picture-alliance/dpa/M.L. Sprenkle/U.S. Army

نیکولسن په کابل کې د افغان حکومت د رسنیو او معلوماتو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته په دې هکله وویل: «د ناټو او امریکا ډیر مشاورین په دې معنی دي چې په پوځي ښوونځیو کې به د روزنې بهیر ګړندی شي.»

هغه همداراز د افغان هوایي ځواک د پراخولو او ځانګړو ځواکونو د پیاوړي کولو په اړه هم خبرې وکړې. په پلان کې ده چې تر ۲۰۲۰م کال پورې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو شمیر د اوسني شمیر دوه برابرو ته یعنې ۳۰ زرو ته لوړ شي.

نیکولسن د دونالد ترمپ د نوې ستراتیژي تر اعلان یوازې دوه ورځې وروسته دغه څرګندونې وکړې. له دې سره هغه د ترمپ د ستراتیژي یو څه جزئیات هم په ډاګه کړل. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ترمپ په خپلو خبرو کې ویلي وو: «موږ نور ملت جوړونه نه کوو. موږ ترهګر وژنو.»

د ترمپ دغو خبرو داسې پوښتنې راولاړې کړې وې چې آیا تر دې وروسته به امریکا یوازې د القاعدې، اسلامي دولت او طالبانو پر په نښه کولو تمرکز وکړي او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې بهیر به له پامه وغورځوي.

په وروستیو وختونو کې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو له سختو بریدونو سره مخامخ شوي دي. دغه ځواکونو په یو شمیر مواردو کې په دې کې پاتې راغلي دي چې طالبان په څنډه کې وساتي چې په پایله کې دغه یاغي ډله د یو شمیر نویو سیمو د کنترول په ترلاسه کولو بریالۍ شوې ده.

نیکولسن په عین حال کې روښانه کړه چې د اسلامي دولت ترهګره ډله به په ننګرهار کې وځپل شي او دا چې امریکا به یې د افغانستان په بلې هرې سیمې کې هم په نښه کړي.