1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیکپا خپل د سولې سفر پیلوي

حسین سیرت۱۳۹۱ آبان ۲, سه‌شنبه

افغان ورزشکار روح الله نیکپا، چې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د سولې د سفیر په توګه نومول شوی دی غواړي چې د خپل هیواد بیلابیلو برخو ته سفر وکړي او خلک سولې او یوالي ته وهڅوي

https://p.dw.com/p/16Uxc

روح الله نیکپا لومړی افغان ورزشکار دی چې د المپیک په لوبو کې يې د برونزو مډال وګاټه. هغه د لندن د ۲۰۱۲ کال په المپیک لوبو کې د تکواندو په رشته کې د برونزو یو مډال وګاته. تر دې مخکې په ۲۰۰۸ کال کې هم نیکپا د پیکینگ د المپیک په لوبو کې د افغانستان په تاریخ کې د دې هیواد له پاره د المپیک د لوبو لومړی د برونزو مډال گټلی وو.

هغه د دې مډال له ګټلو سره افغانانو او نړیوالو ته د سولې پیغام ورساوه. خو اوس هغه غواړي چې خپل هیوادوال له نزدې وویني او هغوی سولې ته وهڅوي. نیکپا وایي: «ولایتي سفرونه لرم. غواړم خلک له نزدې ووینم او هغوی ته دا پیغام ورسوم چې نوره جګړه او وینه تویول بس ده. راځئ چې یو بل ته لاسونه سره ورکړو او د یو بل تر څنگ د خویندو او ورونو په څیر ژوند وکړو.»

ورزش په افغانستان کې یو له هغو مسایلو څخه دی چې افغانان پرته له دې چې قومي، ژبني او سیمه ییز توپیرونه په پام کې ونیسي، ورباندې راټولیږي. افغانانو د لندن د المپیک په لوبو کې د برونزو د مډال گټل داسې ولمانځل چې نورو هیوادونو د سرو زرو د څو مډالونو گټل نه وو لمانځلي. د افغانستان د فوټبال غوره لیگ هم چې تیره اونۍ پای ته ورسید ډیر وخت افغانان خوشحاله وساتل.

«ټولو راته مبارکي راکړه»

په افغانستان کې وخت نا وخت د جگړې او وژنو خبرونو خپریږي. هغه ځوانان چې له افغان دولت او بهرنیانو سره کار کوي، ډیر وخت د یاغیانو تر برید لاندې راځي. خو نیکپا وایي چې د خپل امنیت په اړه کومه اندیښنه نه لري. ځکه د هغه په خبره له ورزشکارانو څخه د افغانستان په بیلابیلو برخو کې کلک ملاتړ د دې لامل شوی دی چې هغوی وشي کولای پرته له کومې ستونزې د هیواد بیلابیلو برخو ته سفرونه وکړي.

نیکپا وایي: «هغه کسان چې په دولت کې دي او یا هم د دولت مخالف دي، له ټولو سره مینه لرم. ټولو افغانانو ماته [زما د بریا له کبله] تبریکي وویله. زه په رښتیا خوشحاله یم چې د مخالفینو په گډون ټولو افغانانو ماته تبریکي وویله.»

نیکپا وایي چې نورو کسانو ورته ویلي دي چې د افغان دولت مخالفین هم له دې خبرې خوښ دي چې هغه د لندن په المپیک لوبو کې د برونزو مډال گټلو وتوانید. ویل کیږي، کله چې نیکپا په ۲۰۰۸ کال کې د پیکینگ د المپیک په لوبو کې د برونزو مډال وگاټه نو د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې طالبانو له خوښۍ څخه هوایي ډزې وکړي.

نیکپا تر اوسه پورې د المپیک په لوبو کې دوه د برونزو مډالونه گټلي دي.
نیکپا تر اوسه پورې د المپیک په لوبو کې دوه د برونزو مډالونه گټلي دي.انځور: Reuters

روح الله نیکپا په ایران کې هغه وخت تکواندو زده کړه چې په مهاجرت کې یې ژوند کاوه. د هغه روزونکی هم یو افغان وو خو داسې آوازې هم شته چې هغه د ځینو ایراني روزونکو له خوا روزل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې پخپله نیکپا دغه آوازې ردوي او وايي: «دا لومړی ځل نه دی چې ایرانیان داسې ادعاوې کوي. دا خبره سمه ده چې زه په ایران کې وم خو له ایراني روزونکو مې زده کړه نه ده کړې. هغوی غواړي دا خبره وکړي چې زه د هغوی د هڅو په پایله کې د المپیک لوبو ته رسیدلی یم، خو په اصل کې داسې نه ده.»

نیکپا له دولت څخه وغوښتل چې پر ورزشکارانو لا ډیر پام وکړي. نیکپا وايي چې هره میاشت یوازې ۷۰۰ افغانۍ معاش لري چې د هغه په خبره د پنځه دقیقو تمرین مصرف یې هم نه کیږي.