1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالند ـ دلته د ترکیې ټاکنیز کمپاین نامطلوب دی

۱۳۹۵ اسفند ۱۴, شنبه

هالنډ د دغه هیواد په روتردام ښار کې د ترکيې د یوه وزیر وینا په قاطعت سره رد کړې. ترکیه اوسمهال په اساسي قانون کې د یوه شخړیز تغیر په هکله له هیواد څخه د باندې هم تبلیغ کوي.

https://p.dw.com/p/2Yds6
Oberhausen Auftritt Yildirim Fahnen
انځور: Reuters/W. Rattay

د هالنډ لومړي وزیر مارک روته، د فیسبوک په ټولنیزه شبکه کې اعلان کړی دی: «مونږ په دې اند یو چې په هالنډ کې عامه ذهنیت د یوه بل هیواد د سیاسي کمپاینونو له پاره مناسب ځای نه دی.»

مخکې تر دې ترکي چارواکو خبر ورکړی وو چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو به د مارچ میاشتې په یولسمه نیټه د هالنډ په روتردام ښار کې وینا وکړي. دغه غونډې د ترکیې په اساسي قانون کې د (په پام کې نیول شوې) بدلون په برخه کې د ټولپوښتنو په هکله ترسره کیږي.

مارک ورته، په فیسبوک کې لیکلي دي: «مونږ په دې برخه کې همکاري نه کوو. دا زمونږ په اند نامطلوبه یا نا بللی دی.»

د هالنډ د لومړي وزیر مرستیال لوداوایک فرانس اشر، د دغه هیواد په تلویزون کې په دې اړه د توضیحاتو په ترڅ کې وویل چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د وینا لغوه کیدو په اړه د دغه هیواد حکومت ته اطلاع ورکړل شوی ده. اشر زیاته کړه ده: «زما په نظر ښه به دا وي چې ترکان دې مسالې ته متوجه شي.»

انقره په بهر کې میشت ترکان جذبوي

یوي ترکي- هالنډي اتحادیې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اغلو، غواړي په روتردام کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ترکیې په اساسي قانون کې د اصلاحاتو په هکله تبلیغ وکړي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغو اصلاحاتو وړاندیز کړی دی.

ټاکل شوی چې ترکان به د اپریل میاشتې په اوسطو کې د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې په دې اړه تصمیم ونیسي. په هالنډ کې د رای ورکونې د شرایطو درلودونکي ډیر شمیر ترکان ژوند کوي.

د آلمان په کولن، ګاګناو او فریشن ښارونو کې هم د ترکیې د وزیرانو ویناوې «د دغو غونډو د سازماندهي کولو په برخه کې د مشلاتو» له امله رد شوي دي. دا کار د آلمان او ترکیې پر اړیکو ډیرې منفي اغیزې درلودلی شي.

په آلمان کې د ترکیې د څو تنو ترکي وزیرانو د ویناو لغوه کیدو او د ترکیې په استانبول کې د آلماني ژورنالست دنیز یوجل نیول کیدل، د آلمان او ترکې د مناسباتو د خړ پر کیدو سبب ګرځیدلی دی. د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ په استانبول کې د وینا پر مهال د آلماني ورځپاڼې «دي ولټ» نویول شوی خبریال دنیز یوجل، د آلمان جاسوس وباله او پر آلماني چارواکو یې تور ولګاوه چې په ترکیه کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

اردوغان وویل: «د عدليي وزیر ته یې اجازه ورنه کړه چې خپلو هیوادوالو ته وینا وکړ. د ترکیې اقتصاد وزیر ته یې هم اجازه ورکړه ..خو جمیل بایک کولی شي چې په قندیل کې له آلمان سره ارتباط ونیسي او وینا وکړي. دوی باید له تروریزم سره د ملاتړ په توګه محاکمه شي.»

خو آلماني چارواکي بیا دغه تورونه ردوي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت دغه هیواد ته د یوجل له خوا د جاسوسي کولو په اړه تورونه پوچ بللي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.07.2016):