1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالنډ په تل ابيب کې د سندرو سيالي وګټله

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۹, یکشنبه

په نړۍ کې د موسيقۍ په تر ټولو لويې سيالۍ، يعنې د اروپا په سندريزه سيالۍ «یورو وژن» کې سږ کال ۲۶ هېوادونو ګډون کړی وو. ګټونکی دنکان لاورنس نوميږي چې د هالنډ څخه دی.

https://p.dw.com/p/3IjPi
Israel Eurovision Song Contest 2019 in Tel Aviv | Duncan Laurence aus den Niederlanden
انځور: Reuters/R. Zvulun

ژوري د شمالي مقدونيې، سويډن او هالنډ هېوادونه د نومرو په لږ توپير سره مخکې بلل. خو د سندرو د دغې سيالۍ نندارچيانو بيا ډېره قاطع پرېکړه وکړه: هغوی د ايټاليا په پرتله په ۳۰ نومرو او د روسيې په نسبت په ۱۳۰ زياتو نومرو دنکان لاورنس ته رايه ورکړه. نوموړي د تل ابيب د نندراتونونو په لوی تالار کې د خلکو احساسات راوپارول. هغه پيانو ته تنها ناست وو او ستيج د رڼا په آبي څپو سينګار شوی وو. د «آرکاد» په نوم د هغه له عواطفو ډکې بدلې د ځينو خلکو په سترګو کې اوښکې راوغړولې. دغه ۲۵ کلن هنرمند د «آرکاد» په سندرې سره چې له سويډنۍ يوېل سيوو او د خپل هالنډي همکار ووتر هاردي سره يو ځای يې متن ليکلی وو، يو څو اوونۍ مخکې په ټوله اروپا کې د خلکو زړونه ګټلي ول. هغه تر وروستۍ شېبې پورې هم د سندرو د دغې سيالۍ مخکښ غړی بلل کېده. 

آلمان پاته راغی

د هغه اصلي نوم دنکان دې موُر، دی چې د هالنډ يا نيدرلنډ له تيلبورګ ښار څخه راځي او خپل تحصيلات يې همدا اوس بشپړ کړي دي. د «ارکاد» سندره يوه شخصي کيسه بيانوي. دغه سندره د يو محبوب انسان په هکله ده چې په ځوانۍ کې مړ شوی دی او په دې ډول يې د خپل ژوند اصلي مينه تجربه کړې نه ده. 
دغسې شخصي کيسې د موسيقۍ په دې سيالۍ کې تل ډېر خوښونکي لري. تېر کال ميشايل شولته له آلمان څخه د خپل مړه شوي پلار په هکله په يوې سندرې سره د خلکو ولولې او احساسات راپارولي ول. هغه څلورم مقام خپل کړی وو. سږ کال د آلمان ګډونوال کارلوتا ترومن او لاوريتا سپينېلي د «سيسترس» يا خويندې په نوم ډلې سره د ستيج په سر راڅرګندې شوې. هغوی ايله ۲۴ مقام خپل کړ. يو ځل بيا آلمان ناکامه پاته شو. خو دغو دواړو سندرغاړو خپل اميد له لاسه ورنه کړ. هغوی غواړي چې خپلې همکارۍ ته دوام او اوس لا زياتې هلې ځلې پورته کړي. 

Israel Eurovision Song Contest 2019 in Tel Aviv | S!sters aus Deutschland
د «سيسترس» په نوم سندريزه ډلهانځور: Reuters/R. Zvulun