1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالينډد ايټالیا څخه د فټبال مسابقه يووړه

۱۳۸۷ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

دهالينډ دفټبال ملی ټيم چی پخوا داروپا دفټبال اتل ټيم ؤ...

https://p.dw.com/p/EGsN
ايټالویانو ته تر ماتي وروسته د هالينډيانو خوشالۍ
ايټالویانو ته تر ماتي وروسته د هالينډيانو خوشالۍانځور: AP

پرون پر دی بريالی سو، چی دبرن په ښارکی دايټالويانو د فټبال ملی ټيم ته چی تر اوسه دفتبال نړيوال اتل ټيم دی، يوه سخته ماته ورکي .

دهالينډ دفټبال ملی ټيم پرون داوروپا په وخت دماښام پر اتو بجو او 45 دقيقو دايټالويانود ملي ټيم سره دسويس دبرن دښارد Wankdorf په ستديو م کی،په داسی حال کی چی 38777 نندارچيانو په ستديوم کی دلوبی ننداره کوله، او په مليونو نورو ننداره کونکو دغه مسابقه دتلويزيون په پردوکښي لیدله ، بازي شروع کړه . په اول ميدان کي هالينډيان پر دې بريالي سول،چی ایټالویانو ته دوه ګولونه ورکي . د 30 کالو را پدیخوا دا اوله پلا وه چی هالينډيان ،ايټالويانو ته ماته ورکوي .که څه هم ايټالويانو په اول او دوهم ميدان کښي څو واره کوښښ وکی، چی هالينډیانو ته ګولونه ورکي،خو دايټالویانو سره بخت ياري ونه کړه ، او په اول ميدان کي يې د دوو ګولونو د خوړلو له کبله روحيه ضعيفه سوې وه . خصوصآ کله چی ايټالویانو په دوهم ميدان کښي دریم ګول هم وخوړۍ ، نو ګومان کيدی ، چي دهالينډ او دايټاليې دفتبال دملی ټیمونو ترمنځ بازي به 3 دصفر په مقابل کی دهالند په ګټه پاې ته ورسيږی ،او همداسي هم سوه .

دهالينډ دملی ټیم ترینر وويل چي .

«موږ مخکی دمخه پوهيدلو چی موږ دفتبال دنړيوال اتل ټيم سره بازي کوو . دا يوه آسانه خبره نه وه، خوکه رښتيا ووايم داګومان ما نه کاوه چی دايټالویانو په مقابل کی به موږ لوبه 3 د صفر په مقابل کی وګټو . »

همدارنګه پرون د سويس په بل سټوډيم د زوریخ په ښار کي بيا درومانيې اوفرانسې دټیمونو ترمنځ بازي په مساوی ډول سره پای ته ورسيده . نن به په نورو ګروپوکي يونان د سویډن ،او هسپانيه دروسيی په مقابل کی لوبي وکي .