1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هاليوډ د اسامه د وژلو د عملياتو فلم جوړوي

۱۳۹۰ خرداد ۱۱, چهارشنبه

د اوسکار جايزې وړونکې امريکايي ډايرکټره، کاترين بيګلاو، خپل راتلونکی فلم د اسامه بن لادن د وژولو د عملياتو په اړه جوړوي. په دغه فلم کي به 36 کلن استراليايي ممثل، جويل ايګرتون، نقش ولوبوي.

https://p.dw.com/p/11SN1
ويل کيږي چي ميګان اليسن به د «بن لادن ووژنی» د فلم مالي لګښت په غاړه واخلي
ويل کيږي چي ميګان اليسن به د «بن لادن ووژنی» د فلم مالي لګښت په غاړه واخليانځور: picture alliance/abaca

دغي امريکايي ډايرکتړي، کاترين بيګلاو، پر خپل نوي فلم چي د اسامه بن لادن د وژلو په اړه دی ډير سخت کار پيل کړی.

د دغه فلم نوم «بن لادن ووژنۍ» دی. د دغه هنري فلم کارونه وروسته له هغه چټک سول چي د نړۍ تر ټولو غښتلی تروريست، اسامه بن لادن، د امرکايي ځواکونو لخوا په پاکستان کي ووژل سو. دغه خبر د هاليوډ د يوې ويب پاڼي لخوا خپور سوی.

د راپورنو له مخه کاترين بيګلاو د فلم د پلان په جوړولو او د لوبغاړو په انتخابولو پيل کړی دی.

د اسامه په هکله د هنري فلم د جوړيدو پلان له پخوا څخه موجود و. د هغه تر وژل کيدو د مخه هاليوډ پلان درلودی، چي د هغو ناکاموعملياتو په اړه فلم جوړ کړي چي د اسامه د وژلو په موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پرتو سيمو کي په لاره اچول سوي ول.

اوس چي بن لادن د امريکايي ځواکونو د پوځي عملياتو په ترڅ کي ووژل سو، د دغه فلم سناريو نوې سوې. د نوي سناريو له مخه به کاترين بيګلاو هغه عمليات چي اسامه يي وواژه په خپل فلم کي انځور کړي.

ويل کيږي چي ميګان اليسن به د «بن لادن ووژنی» د فلم مالي لګښت په غاړه واخلي. په دغه فلم کي به 36 کلن استراليايي ممثل، جويل ايګرتون، رول ولري.

دغه استراليايي ممثل د هاليوډ په لويو فلمونو لکه King Arthur يا ارتور پاچا، او د ستورو جګړې Star Wars په فلمونو کي رول لوبولی دی.

د بن لادن ووژنی Kill Ben Laden د فلم ډايرکټره، کاترين بيګلاو، لومړۍ ښځينه ده چي د غوره ډايرکټري جايزه يې تر لاسه کړې.

دغه جايزه دې ته د The Hurt Locker د فلم د جوړولو لپاره ورکړل سوې وه. دغه فلم په عراق کي د يو امريکايي سرتيري په اړه جوړ سوی و.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل