1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هانګ کانګ: احتجاجي غورځنګ بیا هوایي ډګر په ټپه درولی

۱۳۹۸ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

په هانګ کانګ کې احتجاجي غورځنګ په پر له پسې دوهمه ورځ د ښار هوایي ډګر کې هر څه په ټپه درولي. تر دې دمخه د هانګ کانګ مشرې کري لام، پر احتجاج کوونکو انتقاد کړی وو او د ناوړه عواقبو څخه یې خبرداری ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/3Nq8d
Hongkong Internationaler Flughafen Proteste
انځور: Reuters/Tyrone Siu

د دوشنبې له ورې راهیسې په زرونو احتجاج کوونکي د هانګ کانګ نړیوال هوایي ډګر مخې ته راټول شوي ول. احتجاج کوونکو چې زیاترو یې تور کالي اغوستي وو د هوایي ډګر د تګ راتګ سالون مخه نیولې، څو د چین د ځانګړې ادارې زون د حکومت پر ضد احتجاج وکړي. د هوایي ډګر د لاسي کراچیو او نورو شیانو په واسطه احتجاج کوونکو موانع رامنځ ته کړې وې، څو د مسافرو مخه ونیسي. د هوایي ډګر چلونکی شرکتونه د سه شنبې په ورځ دې ته اړ شول چې د سمیې په وخت د مازیګر له څلورو بجو وروسته د ټولو پروازونو له پاره اړونده خدمات ودروي.

لا تر مخه د دوشنبې په ورځ احتجاج کوونکو هوایي ډګر کلابند کړې وو، چې له څو اوونیو راهیسې د پولیسو له لوري د مظاهره کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک چلن پر ضد احتجاج وکړي. د هانګ کانګ هوایي ډګر چې د نړۍ په کچه یو له مصروف ترینه او همداشان د چین او سویلي آسیا تر منځ د اوږدو پروازونو له پاره د مهم مرکز په توګه شمیرل کیږي د دوشنبې په ماسپښین خپل ټول پروازونه لغوه کړي وو.

خو د سه شنبې په ورځ هوایي ډګر ورو ورو، خپلې چارې پېل کړې. خو د تیرې ورځې تر ګډوډۍ وروسته یو ځل بیا ټول پروازونه ودرول شول. یوه احتجاج کوونکي وویل: «موږ هڅه کوو چې نن هم پروازونه و دروو او د تیرې ورځې په شان د [هوایي ډګر] د پرواز کولو ټوله برخه بنده کړو، څو هغه کسان سفر و نه شي کولای چې د هانګ کانګ د پریښودو هڅه کوي.» د دغه احتجاج کوونکي په خبره هیله یې دا ده چې حکومت د دې له کبله ډیرې پیسې له لاسه ورکړي.

احتجاجي غورځنګ ته د لام خبرداری

پر سختو انتقادونو سربیره د حکومت مشرې کري لام د سه شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو ننګه وکړه. لام یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې پولیسو په تیرو دوو میاشتو کې «سختې ستونزې درلودې، چې قانون تطبیق کړي.»

Hongkong Tränengas-Einsatz der Polizei
د شنبې او یکشنبې په ورځو داحتجاج کوونکو او پولیسو تر منځ آخ او ډب رامنځ ته شوی ووانځور: Reuters/T. Peter

په عین وخت کې لام، له دې څخه خبرداری ورکړ چې احتجاجونه هانګ کانګ له داسې یوه وضعیت سره مخامخ کولی شي، چې د «بیرته راګرځیدو لار» نه وي. لام په خپلو څرګندونو کې ویلي دي که چیرې د احتجاج کوونکو له لوري د پراخ شوي تاوتریخوالي مخه ونه نیول شي، کولای شي د هانګ کانګ له پاره خطرناک عواقب ولري. هغې د آرامه پاتې کیدو له پاره غږ وکړ. هغې وویل: «یوه دقیقه فکر وکړئ، زموږ ښار ته نظر واچوئ، واقعاً غواړئ چې یو ګړنګ ترې جوړ شي؟» هغې زیاته کړه چې په تیرو وختونو کې د «آزادۍ په نوم ډیر شمیر غیر قانوني فعالیتونه شوي» او دا به ډیر وخت ونیسي چې هانګ بیرته له احتجاجونو آرامه شي.

تر دي دمخه پیکینګ ویلي وو چې له اوونیو راهیسې روانو احتجاجونو کې د «ترهګرۍ میکروبونه» لیدل شوي، چې په خبره یې داسې اندیښنې یې رامنځ ته کړي دي چې امنیتي ځواکونه ښایي په راتلونکي په سختو اقداماتو لاس پورې کړي.

د شنبې او یکشنبې په ورځ په هانګ کانګ کې د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ سخت اخ او ډب رامنځ ته شوی وو. پولیسو د احتجاج کوونکو پر وړاندې د لرګیو کوتکونه او اوښکي بهونکی ګاز کارولی وو. اوښکی بهونکی ګاز پر سړونکو او د لومړي ځل له پاره په میترو کې هم کارول شوی وو. تاوتریخوالي ته چمتو احتجاج کوونکو پر پولیسو تیږې ورغورځولې وې.

په اصل کې د دغو احتجاجونو شالید چین ته د شکمنو جنایت کوونکو د وررسپارلو په هکله یوې لایحې ته ورګرځي چې اوس ځنډول شوې ده. خو په دې منځ کې د احتجاج کوونکو غوښتنې زیاتې شوې. زیاتره کسان په هانګ کانګ کې د پیکینګ د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ څخه اندیښنه لري او د دیموکراتیکو اصلاحاتو غوښتنه کوي.

gri/ww sr/nz (afpe, rtr, dpa)