1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات : دژمي په رارسيدوسره ډيري کورنۍ د مرګ ومير سره مخامخ دي

۱۳۸۹ آبان ۳۰, یکشنبه

په هرات کي دعاجلومرستودادارې مامورين وايي چي دسږکال په ژمي کي تر16000 کورنۍ اضافه د طبيعي آفتونو څخه اغيزمني پيژندل سوي دي، او بايددژمي تررارسيدودمخه يې دژغورني دپاره کار شروع سي

https://p.dw.com/p/QEqC
انځور: AP

هرات دافغانستان يود هغوولاياتوڅخه دی چه ژمي يې ډير سوړ اوپه تيرو کلونوکي يې دمرګ ژوبلي ډيرواقعات درلودل .

په هرات کي ۱۶۵۰۰ فقيري ،بې کوره او دنورومشکلاتوسره مخامخ کورنۍ وجود لري ،چه دژمي په رارسيدوسره يې ژوندپه يوه نه يوډول تر تهديدلاندي دي .

داخبري په هرات کي طبيعي افاتونوسره دمبارزې رييس عبدالحميدمبارز خبريالانوته وکړې، ويې ويل چه دمر ستي دپاره يې څه د لومړنيو کومکونو مواد رسيدلي خوهغه کافي ندي "دڅيړنوپه اساس د هرات مرکزاو١٥ولسواليوکي ١٦زره ٥٠٠کورنۍ دژمي پر مهال د احتمالي تهديدسره مخامخ دي ،او بايدددوی دپاره دمرستوامادګي لا داوس څخه ونيول سي .وړانديز يې دولايت مقام اومرکزي ادارې ته سوی دی "مبارز وويل داوبودمخنيوي څه تشي ګونۍ اونورځيني ضروري مواد په واک کي لري ، خوداساسي حل دپاره يې بايدحکومت اومرستندويه ادارې مناسب اقدامات وکړي .

Arg e Herat Ekhteyiarudin Festung in Herat historisches Gebäude in Herat
انځور: dw

په هرات کي تيردوه کلونه ژمي ډيرسخت اورښتونو،يخنۍ اونوروبيلابيلوطبيعي آفتونوپه وجه په لسګونه سړي مړه اوډير کورونه تخريب سوه .

ځکه نودداډول احتمالي پيښود تاوانيانوسره دمر ستي په غرض په هرات کي ميشت دايټالياولايتي بيارغوني ټيم د۵۸۰۰۰۰يوروپه لګښت يوګدام جوړ،د۶۰۰۰۰۰ په لګښت يې دلومړنيومرستوخوراکي موادپکښي دافغان دولت په واک کي پريښول .

کوم شی چه دهرات د پيښوسره دمبارزې رييس يوپه موقع اقدام وباله .

دهر ات هغه يوتعدادکسان چه دويچه ويله راډيوسره يې خبري وکړې، د ژمي تررارسيدودمخه يې حکومت ته بې وزلوکسانوسره دمرستي دتياريو پيشنهاد درلودی، ويې ويل ، داسي نه چه ددوی په ويناخدای مه کوه دتيروکلوبدي پيښي بيا تکرارسي .

شريف شرفيار

کتونکی : محمد قاسم نوري