1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات: د سړک د غاړې ماین دوه تنه پولیس ووژل

۱۳۹۱ مهر ۸, شنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې د سړک د غاړې د یوه ماین د چاودلو له کبله په هرات ولایت کې دوه تنه پولیس وژل شوي دي. پېښه د پولیسو یوه روزنیز مرکز ته نزدې رامنځ ته شوې ده. (انځور له ارشیف نه)

https://p.dw.com/p/16HOP
انځور: Reuters

دغه ماين د پولیسو د روزنې یوه مرکز ته نزدې چاودلی دئ. چاودنه افغان ځواکونو ته د دې روزنیز مرکز تر مسئوليت سپارلو څو ساعته مخکې شوې ده.

د افغانستان د لویدیځ زون د پولیسو یوه ویاند روف احمدي، ویلي دي چې په پېښه کې یو تن وژل شوی کس د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د پولیسو د روزني په مرکز کې روزونکی وو.

د ښاغلي احمدي په خبره چاودني دوه تنه نور پولیس هم ټپیان کړي دي. هغه ویلي دي چې د سړک د غاړي ماين هغه وخت چاودلی دﺉ چې د دغو پولیسو موټر له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وه.

تیره اوونۍ د همدې روزنیز مرکز مخ ته په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی بم وچاودید او دوه تنه ساتونکي ئې ووژل.

تر اوسه پوري کومې ډلې د پيښي پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو د فرانسې خبري آژانس ویلي دي چې دغه پېښه تر ډیره ځايه د طالبانو هغو بریدونو ته ورته ده چې په ترڅ کې ئې افغان سرتیري په نخښه کوي.

په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به په افغانستان کې میشته بهرني جنگي ځواکونه خپلو هیوادونو ته ستانه شي. تر دې نیټې پورې به نړیوال ځواکونه افغان سرتیري وروزي او هغوی ته به ورو ورو د افغانستان د بېلابېلو سیمو امنیتي مسئولیتونه وسپاري.

په هرات ولایت کې د پولیسو د روزنيز مرکز د مسئولیت سپارل هم د همدې بهير یوه برخه وه.

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض