1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات: طالبانو د ښووني په برخه کي د حکومت سره د مرستي ژمنه کړې

۱۳۸۹ بهمن ۱۸, دوشنبه

د هرات د معارف ريس اروين طاهري په يوه خبري غونډه کي وويل د وسله والو طالبانو يو شميرسيمه ايزه قوماندانانو په ټلفون سره د ښوني په برخه کي د مرستي ژمنه ورسره کړي.

https://p.dw.com/p/QyiR
ماشومان په ښوونځی کي د زده کړي پرمهال
ماشومان په ښوونځی کي د زده کړي پرمهالانځور: AP

د هغه په خبره پر دي سربيره يې ويلي دي که احتمالا د طالب له نوم څخه په استفادې کومه سيمه کي ښونکي يا مکتب ته زيان واوښت د طالبانو کارندی او د پيژند ګلوۍ په صورت کي به سخت چلند ورسره وسي.

ډيری وخت وسله وال طالبان د هيواد په کچه د ښوني په وړاني د خنډ په رامنځته کيدو او د ښونځيو په سوځولو متهميدل. خو هغوی هر وخت دغه تورونه رد کړي او وايي چي دا ددوی کار نه دی.

د ښوني په برخه کي له غزني څخه نيولې بيا د لوي کندهار په شمول تر بادغيس ولايت پوري د پردې تر شاه ډلي خنډونه جوړوي او سلګونه زره وګړی يې تراسوه له تعليمه بې برخه کړي دي.

تيره شپه د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ په عينک سيمه کي د نامعلومو کسانو له خوا يو ښوونځی په بمونو والوزول سو.

دا لومړی ځل دی چي د طالبانو له خوا حګومت ته د معارف په برخه کي د مرستي ډ اډ ورکول کيږي. خو د افغانستان د ښووني او روزني وزيرلا دمخه په جنوبي ولاياتوکي ورته څرګندوني کړې وي.

د هرات د معارف ريس وويل د مرکزي ادارې په پاملرنه به په لري پرتو سيموکي را روان کال د ښوني په برخه کي هڅي لا پياوړي کړي او د ۵۰۰ زره بيوزله زده کونکو لپاره به د نړيوال خوراکي سازمان په مرسته د خور اکي موادو د کومک لړۍ بيا پيل کړي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل