1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات ولايت د امنيت د انتقال پروسې دوهم پړاو ته هم چمتو دی

۱۳۹۰ مهر ۲۵, دوشنبه

افغان حکومتي چارواکي او په هغه هيواد کي ميشتو ناټو ځواکونو په لنډه راتلونکې کي د امنيتي مسؤليت د دوهم پړاو د پلي کولو خبر ورکړی، چي په دې لړکي د هرات ۷ ولسوالۍ ددغي پروسې پلي کولو ته تياري دي.

https://p.dw.com/p/12tBC
افغان پوليس
افغان پوليسانځور: AP

د هرات امنيه قوماندان جنرال سيد اغا ثاقب، له دويچه ويله پښتو ويب پاڼي سره د امنيت د انتقال لومړۍ پروسه بريالۍ وبلله او زياته يې کړه چي دوهم به ترهغې هم گټوره وي.

د بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواک ته د امنيت سپارلو لومړۍ پروسه د روان کال د جولای په مياشت کي د ولسمشر حامد کرزي په غوښته پيل سوه.ددې پروسې لومړی پړاو د افغانستان په ۷ سيمو کي، چي په هغه کي د هرات ښار هم شامل و عملي سو.

د هرات ولايت امنيې قوماندان د هغو سيمو د نومونو د يادولو څخه ډډه کوي چي په نزدې راتلونکي کښي به يې د امنيت چاري افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل سي.

خو ددې پروسې يو مامور چي د نوم د ښودلو څخه يې ډډه کوله دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته د هرات ولايت د هغو ولسواليو نومونه چي په دوهم پړاو کي به يې امنيتي مسؤليت افغان امنيتي ځواک ته سپارل کيږي په دې ډول يادي کړې.

انجل، ګذره، پښتون زرغون، چشت شريف، کشک کهنه او زنده جان ولسوالۍ دي.

داسي ويره سته چي د هرات ولايت په دغو وسلواليو کي وسله والي ډلي فعاله دي او وخت نا وخته حکومت ته سرخوږی پيدا کوي.

خو د هغه ولايت امنيه قوماندان تر خپل نفوذ لاندي سيمو کي د حکومت د وسله والو مخالفينو حضور ډير لږ ښيي. د ثاقب په خبره: «د مخالفينو فعاليتونه ډير محدودي دي. د ماين تر انفجار او نورو ورته سپکو ورانکاره فعاليتونو پرته بل څه نسي کولای.»

بله خوا هرات ښاريان، چي ددې پروسې لومړي پړاوته ډير انديښمن ول، اوس وايي، چي خوشحالي دي چي دوهم پړاو هم پيل سي، ځکه په خبره يې د هغه ښار امنيت اوس ډير ښه سوئ.

د هرات ښار اوسيدونکی عبدالله وايي:« په ريښتيا سره امنيت ښه سوی لاري خلاصي، ترافيکي ګڼه ګوڼه کمه سوې ده، او د خارجيانو د موټرو کاروانونه او نور مزاحمتونه نه ليدل کيږي»

خو د خلکو د خوشاليو سره سره د نظامي چارو کار پوهان، افغان نظامي ځواک له بېلابېلو اړخونو ددې وړ، نه بولي چي په يوازي دي د هيواد امنيتي چاري پر مخ يووړل سي.

متقاعد ډګروال غلام رسول وايي، داسمه ده چي د انتقال پروسه د افغانانو په ګټه او تراوسه يې پايلي هم بريالۍ دي، خو نظامي ځواک مو لکه څنګه چي يو پوځ وي، هسي نه دی روزل سوی.

«تر ټولو مهمه خو لا داده چي نظامي تجهيزات يې کمزوري، حتي په هيڅ حساب دي، ځکه نو بايد ملي فوج او پوليس تجهيز سي»

خو د افغانستان د ملي د فاع وزارت بيا خپل ځواکونه پياوړي ښيي، او وايي، چي هيڅ ډول ستونزه نه لري.

شريف شريار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل