هرات: چاودنې دوه تنه پولیس وژلي دي
۱۳۹۱ مهر ۸, شنبهاعلان
د هرات په ولایت کې د سړک د غاړې د ماین په یوه چاودنه کې دوه تنه پولیس وژل شوي دي. دغه خبر افغان چارواکو ورکړی دئ. دغه برید تر هغو مراسمو لږ تر مخه تر سره شوی چې د پولیسو د روزنې د یوه اکاډمې د کنترول چارې له ناټو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل کیدې.
دغه پیښه د ادرسکن په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوی ده. د هرات ولایت د لویدیځې برخې د پولیسو قوماندان روف احمدي د اسوشیټډ پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې یو تن په نوموړې اکاډمې کې د ښوونکي په توگه دنده تر سره کوله. دغه پیښه هغه وخت رامنځ ته شوې کله چې د پولیسو موټر په یوه ماین وربرابر شو. زیاته شوې ده چې د ریموټ په واسطه د کنترولیدونکي بم د چاودنې په پایله کې دوه تنه پولیس ټپیان شوي هم دي.