1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات: ۲ تنه برتانويان د ترور يستي پلان په تور نيول سوي

۱۳۹۰ تیر ۳۰, پنجشنبه

انگليسي چارواکو ویلي چي برتانوي ځواکونو په افغانستان کي، د خپل هيواد دوه تنه اتباع د تروریستي حملو د پلانولو په تور نیولي دي. نیول سوي کسان اوس په هلمند کي ساتل کیږي.

https://p.dw.com/p/120x2
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/ dpa

د ټایمز ورځپاڼي په خپل راپور کي لیکلي چي دغه دواړه کسان تیره اونۍ د ایران پولي ته څیرمه پر یوه هوټل تر چاپي وروسته نیول سوي دي.

د دغي ورځپاڼی په حواله دغه کسان پر انګلستان د ممکنه بریدونو د ترسره کولو په شک نیول سوي دي. د دغو بریدونو د څرګوالي په اړه نور جزئیات نه دي بربڼډ سوي او دا خبره هم نه ده روښانه سوي چي د نیول سویو کسانو له خوا انګلستان ته کوم ګواښ موجود وو او که نه؟

د ټایمز ورځپاڼه همداراز لیکي چي دا لومړی وار دی، چي په افغانستان کي د برتانوي ځواکونو په لاس خپله برتانوي وګړي نیول کیږي. دغه نیول سوي شکمن کسان د پوښتنو له پاره په هلمند ولایت کي ساتل کیږي.

په لندن کی د بهرنیو او دفاع وزارتونو د پیښي پخلی کړی، خو په اړه یي نور جزئیات نه دي په ډاګه کړي.

د ټایمز ورځپاڼي دا هم لیکلي چي دغه دواړه کسان د افغان او برتانوي ځواکونو له خوا په ګډو پوځي عملیاتو کي د هرات ښار د تجارت په نړیوال هوټل کي نیول سوي دي.

آژانسونه / سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش