1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات

۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبه

د افغانستان د ځینو برخو د امنيتی چارو د سپارلو لړي به د جولای د میاشتی په لومړی نیټی پیل شي.

https://p.dw.com/p/11mwW
په هرات کی د امریکا متحده ایالاتو قنسلګري
په هرات کی د امریکا متحده ایالاتو قنسلګريانځور: AP

د امنیت د سپارلو په بهیر کی هرات بل ولایت دی چي د امنیت مسؤلیت به یی افغان ځواکونو ته وسپارل شي. د هرات ولایت د امنیه قوماندانی ویاند نورخان نیکزاد په وینا شاوخوا لس زره داخلي ځواکونه دلته ځای پر ځای دي.

د هرات ولایت تقریبا 1750000 تنه نفوس لري چی 423000 تنه یی د هرات په ښار کی ژوند کوي. د افغانستان د احصایی د مرکزي دفتر د ارقامو پر اساس د دغه ولایت 39.5 فیصده خلک د بی وزلی د کرښی څخه ښکته ژوند کوي.

ایټالیوي ځواکونه د دغه ولایت د امنیت په ساتلو کی مرسته کوي، د هرات ولایت د والي د ویاند په وینا د امنیت د مسؤلیت د پروسی د پیل کیدو وروسته به دغه ځواکونه د ښار څخه ووځي خو د هرات ولایت د ولسوالیو په امنیت ساتلو کی به ونډه ولري.

ښاغلی نوري په هرات ولایت کی د ایټالوي پوځیانو شمیر په ګوته نه کړ او دا یی د نظامی راز د یوی برخی په توګه یاد کړ.

د والي د ویاند په وینا د هرات ښار د امنیت له ساتلو لپاره پوره ځواکونه لری، او کله چي په ولسوالیو کی د امنیت د انتقال پروسه پیل کیږي، نو دوی بیا اضافي سرتیرو ته اړتیا لري. « مونږه په وروستیو لس کلنو کی د هرات ښار امنیت داسی تآمین کړی لکه څنګه چي د هرات تجارانو او خلکو غوښتی.»

د هغه په وینا چي د امنیت د انتقال پروسه به د هرات په اقتصاد کوم تاثیر ونلري، او هسی هم د دغه ولایت ټولی پروژي د دولتی نهادونو لخوا پر مخ بیول کیږي.