1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هره میاشت له افغانستان څخه سل زره کسان وځي

آژانسونه/گل غوټۍ پوپل۱۳۹۴ مهر ۵, یکشنبه

د «‌ویلټ ام زونتاگ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي د رپوټ له مخی کارپوهان آلمان ته د لا ډیرو افغان کډوالو د راتگ اټکل کوي. په افغانستان کی هره میاشت تر سلو زرو کسانو پوری خپل ټاټوبی پرېږدي.

https://p.dw.com/p/1GeBB
Afghanistan Migration Flüchtlinge Landweg nach Europa
انځور: privat

نوموړې ورځپاڼې خپل رپوټ د امنیتی کړیو په حواله لیکلی دی. د کډوالو نړیوال سازمان یا (IOM) د افغانستان د ماموریت مشر ریچارد دانڅیگر، د «ویلټ ام زونتاگ» په نامه ورځپاڼې ته ویلي چي سږ کال تر اوسه پورې د اویا زرو تنو په شاوخوا کي افغانان اروپا ته راغلي دي. په داسي حال کي چي ډیری افغانان د کار له پاره تر ټولو د مخه ایران، پاکستان او عربي اماراتو ته سفر کوي، په لسهاوو زره نور افغانان بیا هڅه کوي چې اروپا او په خاصه توګه آلمان ته ځانونه ورسوي.

نوي پاسپورتونه

د نوموړې ورځپاڼې په حواله د آلمان امنیتي چارواکي بیا د افغان کډوالو د زیاتیدو علت د کابل د حکومت پر هغې پریکړې پورې تړلې بولي چی له مخې یې د روان کال په پیل کی الکترونیکی پاسپورتونه وویشل سول چی پر اساس یې ایران ته د افغانانو تگ ممکن شوی او شمیر یې ورځ په ورځ د زیاتیدو په حال کی دی.

دغه ورځپاڼه د آلمان د امنیتی کړیو په حواله لیکي چې له افغانستان څخه د خلکو وتل هغه وخت نور هم زیات سول، چی د آلمان حکومت د اگست په میاشت کی په ۲۰۱۵ کال کې د نویو کډوالو په هکله خپله وړاند وینه وکړه او د هغوی شمیر یې ۸۰۰ زره ته لوړ کړ.

Afghanische Familie in Deutschland
د جرمنی د ماینڅ په ښار کی یوه کډواله افغانه کورنۍانځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen

په افغانستان کی بیا انساني قاچاق وړونکي داسي آوازې خپروي چی آلمان به تر نوموړي رقم زیات نور کډوال په هیڅ صورت ونه مني. دا کار د دې باعث سوی چی په ډله ییز ډول افغانان خپل هیواد پریږدي. په وروستیو وختونو کي آلمان ته د راغلو کډوالو یوولس سلنه افغانان جوړوي.

په کوروشیا کي کډوالو نوی ریکارډ ټینگ کړ

په عین حال کی د بالکان له لاري لویدیځي اروپا ته د کډوالو راتگ دوام لري. د جمعې په ورځ د لسو زرو په شاوخوا کي نوي کډوال کروشیا ته ورسیدل چی دا شمیرې د اروپایي ټولنې په دغه هیواد کې نوی ریکارډ ټینگ کړ.

څه نا څه ټوله پناغوښتونکي د بسونو او اورگاډو په وسیله د هنگري سرحد ته لیږدول سوي په کوم ځای کي چي د رسنیو په حواله د هنگري چارواکو په وسیله اطریش ته استول کیږي. په دې ترڅ کي هنگري له سلوانیا سره پر خپله پوله د اغزن دیوال د جوړولو کار په موقتي ډول درولی او غواړي د خپل دغه ګاونډي هیواد سره د پولې د خوندي ساتلو په هکله یوه توافق ته ورسیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب