1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هر دويم آلمانی شرکت مهاجر په کار ګوماري

۱۳۹۵ اسفند ۱۵, یکشنبه

په آلماني شرکتونو کې د هغو کسانو ګمارل چې د مهاجرت سابقه لري په يوه عادې خبرې باندې اوښتې ده. اوس د آلمان له نيمايي څخه په زياتو وړو او لویو شرکتونو کې دغه شان افراد په کار ګمارل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2YezT
Deutschland Flüchtling Hamza Ahmed in der Firma Reuther STC GmbH in Fürstenwalde
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د آلمان اقتصاد وزرات لپاره د « آلمان اقتصاد انستيتوت» لخوا ترسره شوی یو تحقيق چې د شنبې په ورځ په کلن ښار کې خپور شو، ښيي چې د آلمان له نيمايي څخه زياتې (۷۵ سلنه) شرکتونه د مهاجرت سابقه لرونکي افراد په کار ګمارلي او يا يې په وروستيو پنځو کلونو کې دغه کار ترسره کړی دی.

په همدې ډول، په نويو ګمارنو کې هم تازه وارد شوي مهاجر پر له پسې ورګډیږي. په وروستيو پنځو کلونو کې د آلمان نيمايي شرکتونو داسې افراد چې د مهاجرت سابقه لري په کار ګمارلي دي. د دغو مهاجرو له ډلې څخه درې څلورمه برخه يې د غير اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو څخه دي.

د «آلمان د اقتصاد انستيتيوت» کارپوه ويدوګایس وايي: « شرکتونو موندلې ده چې د هغوي لخوا د متخصصو افرادو جذب، د مهاجرو سره تړاو لري.»

دغه تازه تحقيق ښيي چې لا هم د مهاجرو استخدام ته زياته اړتيا ليدل کیږي. ويل شوي دي چې يوازې ۴۰ سلنه شرکتونه له دغو امکاناتو څخه کار اخلي. تر هر څه د مخه د آلمان په وړو شرکتونو کې چې تر نورو زيات فعاله دي، د ۳۷ سلنې په لرو سره کمه برخه لري. خو برخلاف په لويو تصديانو کې بيا دغه سهميه تر ۸۳ سلنې پورې رسيږي.

په دې اړه د آلمان په ختيځو او لويديځو سيمو کې هم توپیرونه شتون لري. د آلمان په لويديځ کې ۶۴ سلنه افراد چې د مهاجرت سابقه لري په تصديانو کې په کارونو ګمارل شوي دي په داسې حال کې چې دا رقم د برلين په ګډون د آلمان په ختيځ کې ۳۷ سلنه ده.

نظرسنجيانې ښيي چې کار بازار ته د لار موندنې لپاره يو تر ټولو مهم فکتور ژبه ده. د کار د چارو له نيمايي څخه زيات مسئولان وايي چې د مهاجرو د نه استخدام يو ستر دلیل ژبې سره د هغو د نه اشنايۍ مسئله ده.

سربیره پر دې، لا روښانه نده چې آیا تازه وارد شوي مهاجر به په دايمي توګه آلمان کې پاتې شي که نه. له همدې وجې يو دريمه برخه شرکتونه فکر کوي چې د مهاجرو نا معلومه راتلونکې هم د استخدام په برخه کې یوه مانع ګرځيدلی شي.

په دې ترتيب، ۳۱ سلنه شرکتونه د خپلو ارزونو له مخې د مهاجرو د وړتياو کچې ستونزمنې وينې. خو په شرکتونو کې د فرهنګي ستونزو له اړخه بيا يوازې ۲۱ سلنه مسئولان انديښنې لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.01.2017):