1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۹ سلنه آلمانان د کډوالو پر ضد له وسلو کارولو سره موافق دي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ بهمن ۱۸, یکشنبه

تیره اونۍ د آلمان د ښې اړخې نیشنلست گوند AFD مشرۍ فراوکا پیتري، پر مهاجرو د ډزو کولو په هکله یوه شخړیزه وینا وکړه. د یوې سروې له مخې یو پر څلورمه برخه آلمانان د پیتري سره هم نظره دي.

https://p.dw.com/p/1Hr9N

«الټرناټیف فار دویچلند» یا د آلمان له پاره د بدیل ښې اړخي نیشنلست گوند مشرې فراوکا پیتري په خپله یوه شخړیزه وینا کې غوښتنه کړې وه چې آلمان ته د لازیاتو کډوالو د مخنوي له پاره په بیړنیو حالاتو کې پولیس باید له وسلې څخه هم کار واخلي.

د آلمان خبري آژانس په حواله د یوې تازه څیړنې له مخې ۲۹ سلنه آلمانان په دې نظر دي چې د آلمان په سرحدونو کې دې د بې وسلې مهاجر د مخنوي له پاره وسلې وکارول شي.

د YouGov په نامه ادارې له خوا د ترسره شوې سروې پائلې ښیې چې ۵۷ سلنه آلمانان د کډوالو د مخنوي له پاره د وژونکو وسلو له کارولو سره مخالفت ښودلې په داسې حال کې چې ۱۴ سلنه خلکو په دې هکله له څه ویلو څخه ډډه کړی.

د آلمان له پاره د بدیل گوند مشرې ویلي وو چې آلمان ته د غیر قانوني مهاجرو راتگ د مخنوی له پاره دې له هر ډول ممکنه طریقې څخه کار واخیستل شي. دغې سیاستوالې زیاته کړی ده: «د پولیسو هیڅ یو مامور نه غواړي چې پر پناه غوښتونکو ډزې وکړي. زه هم نه غواړم چې داسې دې وشي، خو د وسلو استعمال یوه داسې لار ده، چې د وروستې حل لارې په توگه په کښې هیڅ شک نشته.»

د پیټرې تر دغه شخړیزې وینا وروسته د آلمان د صدراعظمې مرستیال او د آلمان د دویم لوې گوند SPD مشر زیگمار گابرئیل غوښتنه کړې وه چې د آلمان د قانون د څار اداره دې د AFD گوند کارونه تر نظر لاندی وساتي.

د دغې سروې له مخې ۵۸ سلنه آلمانانو د گابرئیل د دغې غوښتنې ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې ۲۷ سلنه آلمانانو د SPD د مشر دغه غوښتنه په سطحي توگه یا په بشپړ ډول رده کړې.

د مهاجرت د روان کړکیچ په پام کې نیولو سره په ښکاره ډول د ای ایف ډي گوند په محبوبیت زیاتوالی راغلی دی. د یوې وروستۍ ولسې سروې پائلې ښې چې په اوس وخت کې دغه گوند د خپل محبوبیت له پلوه د انگلا میرکل د مسیحي دیموکرات محافظه کاره گوند او تر سوسیال دیموکرات گوند SPD وروسته دریم ځای خپل کړی دی.

د آلمان له پاره بدیل یا AFD گوند په آلمان کې د کډوالو مخالفت کوي. دوی همدارنگه د آلمان د صدراعظمې د کډوالۍ پر سیاست هم نیوکه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب