1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانيه: د ترهگرو يو ستر پلان شنډ سو

۱۳۹۱ مرداد ۲۲, یکشنبه

هسپانيوي پلټونکي وايي، چي تيره اووني له القاعدې شبکې سره په تړواو کي درې تنه نيول شوو مشکوکو ترهگرو پلان درلود، چي له يوې الوتکي ځخه د بمب غورځوني پلان عملي کړي.

https://p.dw.com/p/15oHn
انځور: picture-alliance/dpa

دغو پلټونکو د خپلي ادعا له پاره د شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د اگست ۱۱)يوه ويديو خپره کړه، چي پکښې ښکاره چي له نيول شوو کسانو څخه يو تن ئې د بمب غورځوني له پاره يوه بې پيلوټه الوتکه په آزمايښتي توگه څرنگه هوا ته پورته کوي.

د هسپانيې دغه چارواکي يادونه کوي چي دغو درو کسانو چي دوه ئې د روسيې د چيچن له جمهوريت او دريم يو ترکی دئ، د القاعدې له ترهگري شبکې سره په تړاو تورن شوي دي. دغه کسانو په هسپانيه يا کوم بل اروپايي هيواد کښي د حملو پلان درلود.

په دغه خپره شوې ويډيو کښي چي تاريخ ئې نه دئ ښوول شوی، چي څه وخت اخيستل شوې ده، ښکاره چي يو ډول بې پيلوټه الوتکه څرنگه الوزي او بيا يو شی مځکي ته راغورځوي او تر هغه وروسته بيا يو بل سړی مڼدي وهي، چي وگوري چي دغه غورځول شوی شی چيري لگېدلی دئ. په ويديو کي د دغه سړي هويت د تشخيص وړ نه دئ.

د دغو مشکوکو کسانو پر ضد تيره اووني دعوا وشوه. پر دواړو روسانو باندي تور دئ، چي په يوه ترهگره ډله کي غړيتوب لري. پر ترکي باندي بيا دا تور لگېدلی دئ، چي هغه مواد ورسره پيدا شوي دي، چي د چاودنو له پاره کار ځني اخيستل کيدای شي.

د هسپانيې د کورنيو چارو وزير، يورگ فرناديز دياز د دغه پلان شنډيدل «د القاعده شبکې پر ضد د يو مهم اقدام په توگه يا کړ.»

د هسپانيې د کورنيو چارو وزرات تر مځکي لاندي د يوې خوني عکسونه هم خپاره کړي دي، چي د دغه ترکي د کور په حويلۍ کښي کشف شوې ده. په دغه خونه کښي پوليسو۱۵۰ گرامه چادونکي مواد موندلي دي.

د هسپانيې د قضا د وينا له مخي دغه ترکي څو کاله په جيبرالتار کي د انجنير په توگه کار کاوه او د دوو روسانو له پاره ئې د الوتني په زده کړي کي مرسته کړې ده. د معلوماتو له مخي له دغو روسانو څخه يوه ئې په ۲۰۱۰ کال کښي په افغاسنتان کي په تروريستي فعاليتونو کي لاس درلود.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل