1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانيه: زرونو کسانو د مهاجرو په ملاتړ مظاهر وکړه

۱۳۹۶ خرداد ۲۸, یکشنبه

په زرونو مظاهره چيانو د هسپانيې له حکومته وغوښتل چې د مهاجرو د منلو په برخه کې دې خپل مسئوليتونه ادا کړي. د اروپايي اتحاديې د ويش او سهميې له مخې، اسپانيا مکلفه ده چې له ۱۷ زرو څخه څه زيات مهاجر ومني.

https://p.dw.com/p/2et0g
Spanien March for Refugees
انځور: Getty Images/AFP/G. Julien

د شنبې په ورځ، زرونه اعتراض کونکي د اسپانيا پلازمينې مادريد ښار کوڅو ته راووتل او مظاهرې يې ترسره کړې. دغه مظاهرې د اروپايي اتحاديې لخوا د ۱۶۰ زره مهاجر په تړاو چې په پام کې ده پر غړو هيوادونو وويشل شي، په تړاو ترسره شوې. اعتراض کونکو نارضايتي وښوده چې د مهاجرو د ويش بهير ډير سست روان دی.

مظاهره کونکو د اسپانيا له حکومته وغوښتل چې د مهاجرو له منځه دې، خپله د ۱۷۰۰۰ په شمير مهاجرو سهميه ومني. اعتراض کونکو د مظاهرو پر مهال شعار ورکاوه چې «هيڅ انسان غيرقانوني ندی».

دوي دغه راز له ځان سره پلاکاټونه ليږدول چې وربانې يې ليکل شوي وو: « بهانې بس دې، د مخالفتونو هڅې مه کوي»، « د ديوال پر ځاي پلونه جوړ کړۍ».

په  دغو مظاهرو کې د مختلفو غيردولتي سازمانونو سربيره، د عفوې نړيوال سازمان هم  ګډون کړی وو.

د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيرانو د ۲۰۱۵ کال په سپټامبر میاشت کې په داسې حال کې د ۱۲۰ زره مهاجرو پر تقسيم هوکړې ته ورسيدل، چې د اتحادیې ختيځ لور هيوادونو يې مخالفت کاوه. هغه وخت هوکړه وشوه چې د اتحاديې پر غړو هيوادونو په ايټاليا او يونان کې د ميشتو مهاجرو د ويش بهير به د سهميې له مخې د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر مياشت کې عملي کيږي.

تر دې دمخه د اروپايي اتحاديې يو شمير غړو هيوادونو په داوطلبانه توګه خپل مسئوليتونه منلي او ۴۰ زره مهاجرو ته يې ځای ورکړی دی.

د اروپايي اتحاديې کميسيون د نويو معلوماتو پر اساس، د ۱۶۰ زره مهاجرو له ډلې څخه يوازې ۲۰ زره  او ۸۶۹ تنه يې د دغې اتحاديې نورو غړو ته استول شوي دي.

د ۲۰۱۵ کال د هوکړې له مخې، په پام کې وو چې اسپانيا ۱۷ زره او ۳۰۰ مهاجر ومني خو ويل کيږي چې تر اوسه يې يوازې ۱۳۰۰ مهاجرو ته ځای ورکړی دی.

د مادريد د مظاهرچيانو له ډلې څخه ۵۵ کلن کارلوس دایز وویل: « کوم څه چې باید اسپانيا په قطعي توګه ترسره کړي وی، هغه يې ندي ترسره کړي».

په مظاهره چيانو کې ۲۷ کلنې کرستين ليلي چې په ۲۰۱۴ کال کې له کامرون څخه اسپانيا ته راغلې ده وويل: « ما غوښتل چې تحصيل وکړم، خپل ژوند ته بدلون ورکړم او کورنۍ سره مې مرسته وکړم. تاسو نشۍ کولای په کامرون کې په هغو لږو پيسو چې تاسو ته درکول کيږي ژوند وکړې».