1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

هسپانیا ته د افغانستان سفیر غلو ژوبل کړی دی

۱۳۹۸ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

پولیسو او دیپلوماتیکو کړیو ویلي دي چې هسپانیا ته د افغانستان سفیر په بارسلونا ښار کې غلو وهلی دی. دا په دې ښار کې له لوړپوړو چارواکو څخه د غلا وروستۍ پیښه ده.

https://p.dw.com/p/3OBWF
Frankreich Start der neuen Hochgeschwindigkeits-Eisenbahnstrecke Paris - Barcelona
انځور: picture-alliance/abaca/N. Messyasz

د پولیسو یوې ویاندې ویلي دي چي برید کوونکو د افغانستان سفیر همایون رسا، د یکشنبې په ورځ ناوخته د بارسلونا ښار پر یوه سړک ټېله کړی، څو د لاس ساعت ترې غلا کړي.

د افغانستان سفیر بارسلونا ته د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته تللی وو. په مادريد کې د افغانستان د سفارت یوې سرچیني ویلي دي چې د سفیر پښه ټپي شوې او نور روغ دی.

دا پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې په بارسلونا کې په وروستیو وختونو کې د جرمونو کچه لوړه شوې ده. دغه جرمونه په ځینو مواردو کې د بهرنیو پر ضد هم شوي دي چې د نړیوالو رسنیو په سرټکو هم بدل شوي دي.

یوازې له جولای میاشتې راهیسې په دې ښار کې اته د قتل پیښې رامنځ ته شوي دي. دا هسپانیا کې د یوه ښار له پاره ډیره لوړه شمیره ده.

په بارسلونا کې چې ۱،۶ میلیونه اوسیدونکي لري، له تیرو څلورو کلونو راهیسې د غلاو پیښې دوه برابره شوي دي.

د جون میاشتې په پای کې هم له سویلي کوریا څخه یوه ښځه چې د یوه رسمي پلاوي غړې وه، له غلو سره د مخامخیدو په پایله کې پر سره سخته ټپي شوه. د همدې میاشتې په پیل کې یو چینایي د بارسلونا د یوه کلب مخې ته په نښته کې ووژل شو.

(ms/ns (afp