1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه غمیزه چې باید نه وای پېښ شوې

۱۳۹۱ خرداد ۱۵, دوشنبه

د پیکینگ د تيانمن (آسماني سولې) په میدان کې د محصلینو له عام وژنې څخه ۲۳ کاله وروسته د دغه ښار د هغه وخت ښاروال چې د پېښی یو مهم لوبغاړی وو، اوس یوازې «خواشیني» څرګندوي.

https://p.dw.com/p/157jL
انځور: DW

د چین پلازمینه پیکينگ، د ۱۹۸۹ کال د جون په څلورمه د یوې خونړی پېښې شاهد وو. داسې یوه پېښه چې پکښې د چین د وخت واکمنانو له توپونو او ټانکونو سره د محصلینو د دیموکراسۍ د غورځنګ د سوونو او یا شاید د زرونو ځوانانو وینې د «آسمانی سولې» په میدان کې توی کړې.

د پیکینگ د هغه وخت ښاروال چن سیتونگ، اوس ۸۱ کاله عمر لري او سخت ناروغه دئ. خو پخپله هغه مرکه کې چې له لیکوال یاوو جییانفو، سره ئې کړې ده او اوس د یوه کتاب په توګه په هانگانگ کې خپور شوی دئ، هغه د محصلینو پر ضد له درنو وسلو څخه د کار اخیستلو په هکله خواشیني څرګنده کړې ده خو هڅه ئې کړې ده چې د عامه وژنې مسئولیت د نورو پر غاړه واچوي.

رښتیا خبره خو دا ده چې چن سیتونگ، د پیکینگ د واکمنۍ کړۍ د سخت دريځو له جملې څخه وو او په دې خونړۍ پېښه کې ئې ډیر مهم نقش درلود.

د کتاب لیکونکی یاوو جییانفو، چې له دغه پخواني ښاروال سره ئې د یو کال په موده کې څو ځلي لیدلي دي وایي: «ما له هغه څخه پوښتنه وکړه چې د هغه وخت د ښاروال په توګه د پیکینگ د هغې پېښې په هکله چې یو گڼ شمیر بیګناه خلک پکښې ووژل شول، اوس څه فکر کوي؟»

خو د ښاغلي ښاروال له خولې څخه د یوې لفظي «خواشینۍ» څخه پرته بله څه نه دي اوریدل شوي. د کتاب لیکوال وایي چې هغه ان بخښنه هم ونه غوښته، او داسې ئې څرګنده کړه چې ګواکې د دغې خونړۍ پېښې له پاره دی نه بلکې نور کسان مسئول دي:

«هغه وویل چې ستونزه د ګوند په مشرۍ کی وه. هغوی ټول په یوه نظر نه ول. هغه خبر نه وو چې څه پریکړه ونیوله شوه، ځکه دی د سیاسي بیرو غړی نه وو. چن وویل چې دی هم د محصلینو د پاڅون مخالف وو. خو دا ئې هم نه غوښتل چې پر محصلینو باندې دې اور بل شي. د جون څلورمه یوه غمیزه وه چې باید مخه ئې نیوله شوې وای. دا د ښاروال نظر وو.»

خو تاریخ لیکونکي د پیکینگ د ښاروال د نقش په هکله بل نظر لري. هغوی وایي چې چن سیتونگ یوازې د امر تابع سړی نه وو. تاریخ لیکونکي وایي چې د پیکینگ د ښاروال په توګه هغه د تیاننمن د میدان پاڅون ډیر ویرونکی او ګواښوونکی ښودلی وو او د چین د هغه وخت واکمن دینګ سیاوپینګ، او نور ګوندي مشران ئې دی ته واړول چې د محصلینو پر ضد له پوځي قوا څخه کار واخیستل شي.

د چین حکومت لا تر اوسه پورې ادعا لري چې ګواکې په ۱۹۸۹ کال کې د محصلینو د دیموکراسۍ غورځنګ د «انقلاب ضدو عناصرو» یو پاڅون وو.

خو د «آسماني سولې» په میدان کې د عام قتل ارواح د پیکینگ مشرۍ په کراره نه پریږدي. په دغه میدان کې د وژل شوو ځوانانو میندو د پېښې د قربانیانو یو غورځنگ جوړ کړی دئ او ۲۳ کاله وروسته ئې هم خپلې غوښتنې یو ځل بیا عنوان کړې دي. هغو غواړي چې د پېښې جزئیات باید روښانه شي، د پېښې قربانیانو ته تاوان ورکړل شي او د پېښې عاملین باید وپیژندل شي.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش