1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هغه مهاجر چې غواړي نرس شي، آلمانۍ اقامه دې ورکړل شي»

۱۳۹۷ اردیبهشت ۸, شنبه

د آلمان زرغون ګوند وړانديز کړی، چې هغو مهاجرو ته دې په آلمان کې د اوږدې مودې اوسیدو اقامې ورکړل شي چې غواړي د نرسنګ او زړو افرادو د پالنې په برخو کې کار کوي.

https://p.dw.com/p/2wqSG
Flüchtlinge Ausbildung als Pflegekräfte
مهاجر د زړو افرادو د پالنې په برخه کې د عملي زدکړو پر مهال - د آرشيف انځورانځور: DW/W. Dockery

آلمان د هيواد په کچه د زړو افرادو د پالنې په برخه کې دروزل شويو پرسونل يا نرسانو له کمښت سره مخ دی. د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند پارلماني مشر رابرت هابيک، په دې اړه آلماني خبري آژانس (دي. پې. اې) سره په خبرو کې ويلي دي: «موږ اړتيا لرو چې نرسانو او روغتيايي کارکونکو ته په آلمان کې د خپلواکه اوسيدو اجازه ورکړو او په کار ده چې دغه مسئله هم د پناه غوښتنې په ملکي قانون کې ورزياته کړل شي.»

له بل لورې په آلمان کې د هغو مهاجرو او پناه غوښتونکو شمير کې هم لوړ دی، کوم چې د نرسنګ په څانګه کې زده کړې کوي. هايک په دې اړه له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې هغو مهاجرو ته چې په روغتيايي برخه کې په کار بوخت دي، په آلمان کې دې ورته د اوږدې مودې پاتې کيدو اقامې ورکړل شي. هغه زياتوي چې اړتيا ده تر څو په دې تړاو په قانون کې تغييرات راوستل شي.

روانه اوونۍ په يو خپور شوي رپوټ کې راغلي وو چې په ټول آلمان کې د زړو افرادو د پالنې په برخه کې د مسلکي افرادو کمښت ترسترګو کيږي. په دې برخه کې ۳۵ زره ځایونه خالي دي. د آلمان مرکزي حکومت هم په حاضر وخت کې د زاړه عمر لرونکو افرادو د پالنې په برخه کې د ۸ زرو نورو خصوصي ځایونو ذکر کړی دی. په عين وخت کې برلین د جذب او تشويق په موخه، په تنخواه و کې زياتوالی، روزنيز امکانات او د نورو اضافي امتيازاتو اعلان کړی دی.

زرغون ګوند ويلي دي چې په دې برخه کې روزنه ډير وخت او لګښت ته اړتيا لري، په همدې دليل بايد داسې يو ډاډ رامنځته شي تر څو هغو مهاجرو او پناه غوښتونکو ته چې په دې روغتيايي څانګه کې روزنې ويني، په آلمان کې ورته د اوږدې مودې اوسيدو اقامې ورکړل شي.

رابرت هایک زياتوی چې په دې سره نه يوازې مهاجر او پناه غوښتونکو له پاره کاري فرصتونه پیدا کيږي، بلکه پر اړوندې روغتیايي څانګې د موجوده فشارونو کچه هم ښکته کيدای شي.

دا هم زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: