1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمندي کډوال: هر ځای ته ځو خو هلمند ته نه

۱۳۸۹ بهمن ۲۷, چهارشنبه

په کابل کي د قمبر څلورلاري ته نژدې پر يوه سپيره ډاگ باندي هغه په سلهاوو کډوالي کورنۍ پرتې دي چي د هلمند د ناامنيو له وجي کابل ته کوچېدلي. هغوی اوس په خيمو کي واورو لاندي کړي.

https://p.dw.com/p/R1Lr
وروستيو واورو کډوال سخت زيانمن کړي دي
وروستيو واورو کډوال سخت زيانمن کړي ديانځور: AP

جنګ جګړو په تيرو لسو کلونو کي د افغانستان تر هري بلي برخي ډير د جنوبي ولايتونو اوسيدونکي د خپلو کورونو پريښودو ته اړ کړل.

هلمند هم يو هغه ولايت دي چي په زرګونو تنه استوګن يي په تيرو درو کلونو کي د جنګ جګړو او مرګ ژوبلو له کبله پلازمېني کابل ته کډه سوي دي.

هغوی ددې لپاره چي ګوندي هلته به يې سر او مال په امن کي يي د کابل لويدځ پلوه د قمبر څلورلاري ته څيرمه پر يوه سپېره ډاګ کي چي اوس وروستۍ واوري سپين کړی ژوندکوي.

تر څيرو خيمو لاندي په سړه هوا کي ژوندل کول د باوره وتلی دی. خلک په کانگريټي ودانيو کي يخ ووهل.

د دغه کمپ يو اوسيدونکي طاوس خان وايي چي حکومت دوي ته د استوګني ځايونه ندي ورکړي نوځکه لا همداسي د درد او غم شپي تيروي.

« دغه ترپالونه ټول لانده خيشته دي، هر څه مو نړيدلي دي، داسي وچ ځاي ترخيمولاندي نسته چي پښه پر کښېږدو».

د کډوالو چارو وزير چي د عربي متحده اماراتو د سفير په ملتيا دغه کمپ ته تللی اوس د هلمندي کډوالو د کمپ په نامه پيژندل کيږي هڅه کوي چي دغوخلکو ته قناعت ورکړي تر څو بيرته خپلو مېنو ته وګرځي.

خو يو تن کډوال اطلس خان وايي چي په سيمه کي يې امن نسته او حکومت حتي د ولايت پر څو مترۍ باندي هم ولکه نه لري. نو دوی څنګه کولای سي د طالبانوله ويري خپلو مېنو ته ستانه سي.

د کډوالو چارووزير جماهير انوري وايي چي په دغه پنډ غالي کي شاوخوا زر کورنۍ ژوند کوي چي د وګړو شميره به يي زرګونو ته رسيږي.

انوري وايي چي دغوکډوالو ته د عربي اماراتو يو اندازه مرسته هم راوړي خو دغه مرستي په اوږد محال کي هيڅ نسي کولای دغوکډوالو ته بايد يوه بنسټيزه لاره وموندل سي.

د قمبر څلور لاري ته څيرمه په دغه پراته پنډغالي کي چي يو شميرد کندهار او ارزګان اوسيدونکي هم پکښي ژوند کوي وايي چي دوی په هيڅ قيمت له دغه ځايه نه کډه کيږي. خو په يوه شرط به له دغه ځايه ځي چي حکومت ورته له هلمند پرته په بله هرسيمه کي چي مناسبه بولي ځای ورکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل