1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند ته په سونو نور امريکايي عسکر لېږل کيږي

۱۳۹۴ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

هلمند ته په سونو اضافي امریکایي عسکر روان دي، څو هلته امنیتي وضعیت ښه کړي. په دغه ولایت کې له څو میاشتو راهیسې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

https://p.dw.com/p/1Hrrj
انځور: Getty Images/AFP/A. Berry

د امریکایي ځواکونو ویاند مایکل لاوهارن، په یوه بیانیه کې ویلی دي چې نوي ځواکونه به د هلمند ولایت له امنیت سره مرسته وکړي او د افغان پوځ له ۲۱۵ قول اردو سره به د مشاورینو په توګه کار وکړي.

په هلمند کې افغان امنیتي ځواکونه له دندې څخه د عسکرو د تیښتې، ډېرو تلفاتو، فساد او کمزوري رهبري له ستونزو سره مخامخ دي. په تيرو اوونيو کې د همدغه قول اردو ۹۰ افسران هم تبدیل شول.

لاوهارن ویلي دي: «دا د سرتیرو یوه پلان شوې استونه وه چې هم په دې سیمه کې د اوسنیو مشاورینو ساتنه وشي او هم د ۲۱۵ قول اردو د عسکرو شمیر بیا پوره کولو، بیا تجهیزولو او بیا روزلو له پاره لا ډیر مشاورین واستول شي.»

تر دې مخکې چارواکو ویلي ول چې هلمند ته د نوو استول شوو سرتیرو شمیر به تر ۲۰۰ پوري وي، خو لاوهارن، بیا د یوه مشخص شمیر له ښوولو څخه ډډه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د نوو استول شویو عسکرو شمیر به «کافي» وي.

ناټو د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او په دغه هیواد کې يې د «بشپړ ملاتړ» په نوم خپل روزنیز، مشورتي او د تجهیز ماموریت پيل کړ.

که څه هم د دغه ماموريت په چوکاټ کې امریکایي ځواکونه یوازي د سلاکارانو، روزني او تجهیز دندې پر غاړه لري، خو کله نا کله بیا ځانګړي ځواکونه د مشاورت او جګړې تر منځ کرښي تیریږي.

په هلمند کې میشت امریکایي عسکر ډیر وخت په جگړو کي راگير شوي. د روان کال په جنوري میاشت کې یو امریکایي عسکر په په همدغه ولایت کې ووژل شو.