هلمند: د سړک د غاړی ماین شپږ تنه ملکيان ووژل
۱۳۹۱ مرداد ۲۰, جمعهاعلان
افغان چارواکو ویلي دي چې د هلمند په ولایت کې د جمعې په ورځ شپر ملکي وګړي هغه وخت ووژل شول چې د هغوی موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو. د هلمند د ولایت د پولیسو مشر ویلي دي چې د وژل شوو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د پولیسو په خبره وژل شوو کسانو د قلعه موسی ولسوالۍ ته سفر کاوه.