هلمند: د سړک د غاړې ماین لس محلي پولیس ووژل
۱۳۹۰ دی ۸, پنجشنبهوژل شوي کسان محلي پولیسو پورې تړلي ول چې د افغان حکومت او متحده ایالاتو لخوا په افغانستان کې د امنیت د لیږد د بهیر د ګړندي کولو په موخه رامنځ ته شوي دي.
د هلمند د ولایت ویاند، داود احمدي، ویلي چې دغه کسان د سړک د غاړې د یوه ماین د چاودیدو له کبله وژل شوي دي. د هغه په وینا وژل شوي کسان د پولیسو د جلب او جذب له مرکز څخه د ستنیدو په حال کې ول. احمدې زیاته کړې چې د پیښې د قربانیانو په ډله کې درې کسان د محلي پولیسو صفونو ته نوي جذب شوي ول.
طالبانو د پیښې پړه پر غاړه اخیستې. طالبان ډیری وخت د ناټو او افغان ځواکونو په وړاندې د سړک د غاړې د ماینونو څخه کار اخلي.
په داسې حال کې چې د امنیت د لیږد د بهیر په دوهم پړاو کې به د هلمند د ولایت امنیتي چارې هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي، د دغه ولایت ځینې برخې اوس هم د امنیتي کواښونو سره مخامخ دي.
د نادې علي د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان، محمد مرجان، هم د پیښې پخلی کړی. هغه ویلي:
«وژل شوي محلي پولیس د روزنې د مرکز څخه د ستنیدو په حال کې ول چې موټر یې د سړک د غاړې پر یوه ماین برابر شو. د دغې پیښې په پایله کې لس محلي پولیس ووژل شول او یو بل هم ټپې شو.»
د ۲۰۰۶ کال څخه را په دیخوا بریتانیاوي ځواکونه په نادې علي ولسوالۍ کې عملیات پر مخ بیایي. دغو ځواکونو ویلي چې د تیر کال په پرتله په روان کال کې د دغې سیمې د تاوتریخوالې په پیښو کې ۸۶ سلنه کمښت رامنځ ته شوی دی.
د افغانستان د محلي پولیسو د پروګرام په ترڅ کې سمیزو خلکو ته وسلې ورکول کېږي ترڅو له خپلو سیمو څخه ساتنه وکړي. که څه افغان حکومت تر یوه بریده د محلي پولیسو له جوړیدو سره مخالفت کوي خو ناټو ټینګار کوي چې دغه ځواکونه د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د امنیت له راوستلو سره مرسته کوي.
اوس مهال په افغانستان کې څه نا څه ۱۳۰۰۰۰ بهرني سرتیر میشت دي چې د پلان له مخې به تر ۲۰۱۴ کال پورې له دغه هیواد څخه ووځي. تر دغې مودې پورې به د افغانستان ټولې امنیتې چارې خپله افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم