1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند د طالبانو له پاره ستره اقتصادي منبع بلل کيږي

۱۳۸۸ تیر ۱۵, دوشنبه

د هلمند ولایت اهميت نه يوازي په دې کي دی، چي دغه سیمه د تند لارو طالبانو ستر مرچل بلل کیږي، بلکي داهغه سیمه ده چي خاوره اوبه او هوا يي د کوکنارو د کښت دپاره ډیره مساعده ده.

https://p.dw.com/p/Ii9H
په هلمند کي امريکايي سمندري سرتيري د سترو پوځي عملياتو پر مهال
په هلمند کي امريکايي سمندري سرتيري د سترو پوځي عملياتو پر مهالانځور: AP

د امریکا دمتحده ایالتونو امير البحر يا د سمندري ځواکونو مرستيال Gred Smith وايي« سويلي افغانستان ددوي اقتصادي موتور»بلل کیږي.

هسي چي د ملګرملتونو دټولنۍ په کلنۍ رپوټ کی ویل کيږي، په افغانستان کي دکوکنارو دکښت ستره برخه دهلمند په ولايت کي کرکيږي او کوکنار بيا د هغه څخه شيره د هيروینو د توليد اومه مواد بلل کیږي. هسي چي دم لګروملتونو دټولني دنشه يی توکو او جنایاتو پر ضد دمبارزي دڅانګي په رپوټ کی ويل کیږي، په افغانستان کي دنړۍ په سلو کی د 90 څخه زیات کوکنار کرل کیږي، خو بيا ددغه کوکنارو نیمايي اندازه د هلمند ولايت محصولات بلل کیږي.

څنګه د افغانستان دسويلۍ سیمو دپاره د افغان پوځ ستر قو ماندان بريد جنرال مهاجاالدين غوري وايي د هلمند سيمه دکوکنارو دکښت دپاره ډيره وړ سيمه بلل کیږي او له همدې کبله دهلمند دسيند پر دواړو خوا کي چي له شماله څخه دسويل په لور بهيږي او ډیري حاصلخيزي ځمکي بلل کیږي، د څو کالو څخه را پدیخوا ګرد سره کوکنار کرل کيږي او د نشه يي توکو ستر قاچاقبران تر نن ورځي پوري دهغه زير بنايي پرمختيايی پروژو څخه ګته اخلي چي امریکایانو د پنځوسمي لسیزي څخه تر اویايمي لسيزي پوري په دغه ولایت کي د هلمند د انکشافي پروژو په چوکاټ کي جوړي کړي دي.

په هلمند کي د خنجر په نامه پيل سوي پوځي عمليات
په هلمند کي د خنجر په نامه پيل سوي پوځي عملياتانځور: AP

د مثال په توګه امریکایانو په هغه وخت کی په دغه ولايت کي د اوبو لګولوکانالونه جوړ کړي چي اوس د همدغه کانالونو په واسطه دکوکنارو ځمکي خړوبه کیږي. له بله پلوه دلته د هلمند په دره کي د طالبانو ډیر مورچلونه هم شته دي.

همدغه تندلاري طالبان چي دوي پخپله ځانونه « دخدای دلاري جنګيالي » بولي دکوموپیسو څخه چي د کوکنارو د تولید او قاچاق څخه لاس ته راځي او يوه برخه يي دوی ته رسیږی، هغه جګړه تمويلوي چي دوي يي د حامد کرزي د حکومت او په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو پر ضد پرمخ بيايي.

افغان جنرال غوربندی وايي چي د هلمند ولايت اوسیدونکي چي ډير شمېر يې بې سواده خلک دي،د طالبانو له خوا په زور او ويري سره دې ته اړ شوي، چي د طالبانو سره ګډ کار وکړي. جنرال غوري داهم وايي، چي« په دغه ولایت کي ښونځیو ته اور اچول شوی، ځکه طالبان نه غواړی چی ددغي سیمي خلک څه شي زده کړي، ځکه يوازي د ناپوهوخلکو حقونه تر پشو لاندي کيدلای شي » .

يو تن هلمندی بزګر
يو تن هلمندی بزګرانځور: DW

دکروندګرو او د نشه يي توکو د قاچاقبرو څخه طالبان باج او په اصطلا ماليات اخلي او له بله پلوه دا د قاچاقبروهم په ګټه ده ځکه هغوی هم د ترياکو او د هیروینو د قاچاقو څخه زیاتي پیسې تر لاسه کوي. د تریاکو څخه زیاتره پخپله په افغانستان کي هيروین جوړیږي اوبیا دغه هیروین د ايران او پاکستان له لاري اروپا، مرکز ي آسيا او نژدې ختيځ ته لیږل کیږي. په تيره بيا دپاکستا ن دلاري له خوا هيرو ين په قاچاقي ډول سره بهرته ليږدول کیږي او له بله پلوه سلاوي اونور پوځي اکمالات طالبان او نورو تندلاروته د پاکستان له لاري په قاچاقي ډول سره راځي.

جنرال غوري وايي، چي د طالبانو يوه بله مهمه پوځي هده دکوټي ښار دی او داسي ګومان کيدای شي، چي د طالبانو مشر به هم په همدغه ښار کي وي.د کوټي ښار هلمند ته نژدي سرحدي ښار بلل کیږي او دوی کولای شي په څلورو ګړيو کي له هلمندڅخه کوټي یا له کوټي څخه هلمند ته ولاړ شي.

خو د امریکا دمتحده ایالاتو د سمندري ځواکونو دقوماندان دمرستيال Smith د اټکل له مخه د طالبانو له پاره د هلمند د ښار د ستراتيژي اهميت سره سره بياهم دوي ته دغه ښار دکندهار د ښار په پرتله زيات اهميت نلري. ځکه کندهار هغه ښار دی چي طالبانو په 90 لسيزه کي له همدغه ښاره څخه خپل پاڅون پيل کړی دی.

AFP/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل