1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند: د ماين جوړوني فابريکه له منځه يووړل سوه

۱۳۹۰ تیر ۲۸, سه‌شنبه

د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه عمليات د ملي امنيت او ملي پوليس لخوا د ناوي ولسوالۍ په سره كلا سيمه كي ترسره سوي، چې په ترځ كي يې چاوديدونكي توكي او دولت مخاليفين نيولي دي.

https://p.dw.com/p/11zX4
په فابريکه کي نيول سوي کسان
په فابريکه کي نيول سوي کسانانځور: DW

د هلمند ولايت د ملي امنيت رئيس ډګروال نظرعلي واحدي وايي د سې شنبې په ورځ له غرمي وروسته يې د ناوي ولسوالۍ په سره كلا سيمه كي د ماين جوړوني يوه فابريكه كشف او له منځه وړې ده.

د هغه په خبره د عملياتو پرمهال يې څلور تنه ددولت مخاليفين چي په همدې فابريكه يې كاركاوه هم نيولي دي، چي دوه تنه ددولتي سرتيرو په ډزو كي ټپيان سوي هم دي.

نوموړي زياته كړه، چي په نيول سويو كسانو كي يو تن د همدې فابريكې مسول ملا ابراهيم هم شامل دى او نيول سوي كسان بيا د طالبانو د ولسوال لخوا اداره كيدل.

د ملي امنيت رئيس وايي، چي په دې فابريكي يي ۷ حلقي ماينونه، درې عرادې موټر سيكلونه ۳۰۰ كيلوګرامه امنيم نايتريت هم نيول سوي دي.

د سرچينې په وينا چي په دي عملياتوكي ملي پوليسو او ملي امنيت سرتيرو برخه اخيستي وه، چي د خپلو پټو معلوماتو پر بنسټ يې ياد عمليات ترسره كړي دي.

د يوه بل خبر له مخه د ګرشك ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال سمونوال طالب جان منګل وايي، چي په همدې ورځ له غرمې وروسته د ولسوالۍ په بازار كي دوه تنو موټر سيكل سپرو يو اټيوال په ډزو ټپي كړى او خپله په تيښته بريالي سوي دي.

په پام کي ده چي سبا به په لښکرگاه کي د امنيتي مسووليت سپارلو پروسه پيل سي.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل