1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند: د ناټو په برید کي اته ملکي کسان ووژل شول

۱۳۹۰ مرداد ۱۵, شنبه

د ناټو د هوايي عملیاتو په ترڅ کي د افغانستان په جنوب کي يو ځل بیا اته ملکي وګړي چي په کي ښځي او ماشومان هم شامل دي وژل شوي. دغه خبره د افغان پولیسو یوه چارواکي د شنبه په ورځ کړي

https://p.dw.com/p/12CB6
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

د افغان پولیسو مشر، شادی خان، ویلي چي ملکي کسان وروسته له هغي ووژل شول چي د اييتلاف د ځواکونو یوه ګزمه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کي تر برید لاندي راغله.

شادي خان زیاتوي چي د اییتلاف ځواکونو خپل د کزمي د قطار د تر برید لاندي راتللو په ځواب کي پر یوه کور بمونه واچول چي په ترڅ کي يي د یوي کورنۍ اته غړي ووژل شول:

«کله چي د ناټو د ځواکونو کزمه تر برید لاندي ونیول شوه، د ناټو یو سرتیری ټپي شو چی وروسته يي خپل ژوند له لاسه ورکړ. له هغي وروسته د ناټو ځواکونو بیا د هوایي مرستي غوښتنه وکړه.»

د ناټو د ځواکونو یوه ویاند هم د دي خبری پخلی کړی چي د جمعي په ورځ د نادعلي په ولسوالۍ کي د ناټو د کزمی یو قطار د یاغیانو تر برید لاندي راغلي. هغه ویلي چي یاغیانو په دغه برید کي د درنو او سپکو وسلو څخه کار اخیستی دي.

د ناټو د ځواکونو ویاند، جستن بروکوف، ویلي چي د اییتلاف ځواکونه د هوايي برید څخه لږ وروسته په دي خبري پوه شول چي یاغیانو ځیني ملکي کسان یرغمل نیولي ول:

«وروسته له هغی چي هوايي برید تر سره شو، د اییتلاف ځواکونو ته راپورتونه راورسیدل چي یاغیانو د خپل برید پر مهال ځیني ملکي کسان یرغمل نیولي ول چی د ناټو د هوایي برید پر وخت هم په هغه کور کي موجود ول.»

د ناټو دغه ویاند زیاته کړي چي پوځي چارواکي اوس مهال د سمي مشرانو سره د خبرو په حال کي دي ترڅو دغه پیښه وڅیړي.

د ملکي کسانو وژنه د افغان ولسمشر، حامد کرزي، او د هغه د نړیوالو متحدینو تر منځ په یوي ډیري حساسی موضوع بدله شوي ده. په تيرو څو میاشتو کی حامد کرزي د بهرنیو ځواکونو څخه په څو څو وار غوښتي چي د ملکی افغانانو وژنو ته د پای ټکی کیږدي.

په ورستیو کي ملګرو ملتونو هم په افغانستان کي د ملکي تلفاتو په اړه یو راپورت خپور کړی. په دغه رپورت کي لیکل شوي چي د روان کال وروستۍ شپږ میاشتي په افغانستان کي د ملکي کسانو لپاره په تیرو لسو کلونو کي تر ټولو غونړۍ میاشتي وي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم