1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند: د پنبې کښت د کوکنارو بديل کيدای سي

۱۳۹۰ خرداد ۲۳, دوشنبه

د هلمند د كرهڼي ريس وايي كه په هلمند كي د پنبې له پاره بازار موندنه وسي او كروندګر مسلكي روزنه تر لاسه كړي د كوكنارو كښت به په دې ولايت کي نورهم د خلكو په مرسته كم كړي.

https://p.dw.com/p/11ZPw
پنبه دانه
پنبه دانهانځور: dpa

ددغه ولايت دكرهڼي ريس انجينر احمدالله احمدزي آلمان ږغ راډيو ته وويل چي، درې لسيزي وړاندي په هلمند كي داسي پنبه كرل كيده چي په نړواله توګه يي بازار ته لاره درلوده.

دى وايي ددې له پاره چي هلمند د كرهڼيزو توكو په خاص ډول د پنبي په برخه كي پرمختګ وكړي د سيمو ګروند ګروته يي روزنيز وركشاپونه په لاره اچولي ترڅو د هلمند هغه اوسيدونكي چي پنبه كري مسلكي سي.

نوموړي زياته كړه چي دوى د لښكرګاه د بولان په سيمه كي يو څيړنيز فارم لري چي د پنبې د كښت تر څنګ د تخمونو اصلاح او په نورو بيلابيلو برخوكي كروندو ګرو او مامورينو ته زده كړي وركوي.

د بولان په څيړنيز فارم كي د ميوه لرونكو ونو د پيوند او نورو ډيرو تخمونو څيړنه كيږي چي زياتره يې له بهر نه هيواد ته راوړل كيږي او تر اصلاح وروسته ګرونګر تري ګټه اخلي.

احمدزى وايي كه دپنبې كرلو ته وده وركړل سي د كوكنارو په كښت كي به كمښت راولي خو ستونزه داده چي پنبه كوم خاص بازار نه لري.

دده په وينا چي همدا اوس يي د پنځو ولسواليو څخه لس لس تنو د كروندو ګرو استازو ته يو وركشاپ برابركړى، تر څو د پنبې د كرهڼي او روزني چاري ور وښيي.

وركشاپ ته ورغلي كروند ګر وايي، وركشاپ ګټور تمام سوی خو ستونزه داده چي پنبه يې د تيرووختونو په پرتله بازار نه لري او غوښتنه كوي چي په لښكر ګاه كي دي داسي ماركيټونه ورته جوړ سي چي پنبه يي بهر ته د وتلو لار ومومي.

دوی وايي كه د هلمند د پنبې فابريكه او نړيوال ماركيټونه ورته ورغول سي د غوړيو، صابون او كونجارې ستونزه به هم تر ډيره هواره سي. چارواكي وايي په هلمند كي به ديرش صنعتي پاركونو ورغوي چي ورسره سم به د هلمند په اقتصاد كي مثبت بدلون هم رامنځته سي.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه