1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند: د یو بم په چاودنه کي ۱۸ تنه وژل سوي

۱۳۹۰ مرداد ۷, جمعه

د هلمند ولایت په نهري سراج ولسوالۍ کي یو موټر د سړک د غاړي د ماین ښکار سوی، چي په پایله کي یی ۱۸ تنه وژل سوي. هغه ولايت د مرکز لښکرگاه او ولسواليو تر منځ پر غځېدلي سړکانو په وار وار دغه ډول پيښي را منځ ته سوي.

https://p.dw.com/p/125vo
ارشیف عکس
ارشیف عکسانځور: DW

قوماندان سید ملوک ویلي چي دغه موټر د ولایت مرکز لشکرګاه ته روان وو چی د ماین ښکار شو.

د ۲۰۵ قول اردو قوماندان سید ملوک ویلي:« نن جمعه تقریبا سهار ۹ بجي په نهري سراج ولسوالۍ کی يو موټر پر ماین ختلی او پکښي سپاره کسان وژل سوي دي.»

هغه زیاته کړي:« په دغه موټر کي ۱۱ تنه وژل سوي، خو په دي اړه نور معلومات نه لرم چي په موټر کي ښځي او ماشومان هم وو او که نه.» خو وروستي راپورونه وايي چي په موټر کي ۱۸ کسان ول او ټول وژل سوي دي.

د هلمند ولایت د امنیي قوماندان معاون کمال الدین شیرزي ویلي:« په موټر کي ۱۸ کسان سپاره ول چي ټول وژل سوي دي.»

په روانه جګړه کي د تاو تریخوالي په پيښو کی زیاتره قربانیان ملکي وګړي دي، چي د تیرو کلونو په پرتله یی ساری نه لیدل کیږي. یوازي په روان میلادي کال کي تر اوسه ۱۴۰۰ ملکي افغانان د دي جګړي ښکار سوي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د دغو پیښو ۸۰ سلنه پړه پر طالبانو ور اچول شوي او ۱۴ سلنه په نړیوالو ایتلافي او افغان ځواکونو ور اچول شوي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکي: نجیب الله زیارمل