1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند: شپږ تنه پولیس وژل شوي دي

۱۳۹۱ مهر ۲۹, شنبه
https://p.dw.com/p/16Ti0

د افغانستان په سویل کې شپږ تنه افغان پولیس تر مسمومولو وروسته په ډزو وژل شوي دي. دغه خبر د افغان چارواکو له خوا نن «شنبه، د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر د میاشتې شلمه» ورکړل شوی دئ. زیاته شوې ده چې دغه پیښه د هلمند ولایت د گریشک، په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند ولایتي ویاند احمد زیرک، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې یو تن آشپز او پولیس په لومړي سر کې خپل همکاران د خوړو پواسطه مسموم کړي او بیا وروسته ئې د بیهوشې په حالت کې په ډزو وژلي دي. هغه زیاته کړې ده چې یو تن پولیس چې په دغه پيښه کې ئې لاس لاره نیول شوی دئ خو آشپز لا تر اوسه نیول شوي نه دئ. د هلمند ولایت د پولیسو ویاند فرید احمد فرهنگ، نوموړې پیښه تائید کړې ده. د رپوټونو په حواله د طالبانو ویاند د نوموړې پیښې پړه پر غاړه اخیتسې ده.