1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

هندوان: د بابري جومات پرځای دې مندر جوړ شي

۱۳۹۷ آذر ۱۸, یکشنبه

په ۱۹۹۲ م کال کې بابري مسجد ونړول شو، خو تر نن ورځې پورې په هندوستان کې تر ټاکنو مخکې په دې ځای کې د درمسال د جوړولو غوښتنه کیږي. نن یو وار بیا په زرګونو کسانو له حکومت څخه دغه غوښتنه تکرار کړې.

https://p.dw.com/p/39lJB
Indien Hindu-Nationalisten fordern den Bau eines Tempels
انځور: Getty Images/AFP/S. Hussain

نن د یکشنې په ورځ (د دسمبر میاشتې په ۹) د هندوستان د لومړي وزیر نریندر مودي د «بهارتیه جنتا پارټي» په زرګونو غړي او د هندوانو مذهبي مشران (پنډت) په پلازمېنه نوي ډهلي کې سره راټول شوي ول.

دوی له حکومت څخه وغوښتل چې په شمالي ښار ایودهیا کې د مسلمانانو د لرغوني تاریخي جومات (بابري مسجد) پر ځای يو مندر(د هندوانو عبادت ځای) جوړ کړای شي.

په ۱۹۹۲ م کال کې د سخت دریځه هندوانو یوې لويې ډلې بابري مسجد ړنګ او ویجاړ کړ. وروسته تر هغې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ په شخړو کې تر ۲۰۰۰ ډير انسانان ووژل شول.

ډيری هندوان په دې باور دي چې رام (د هندوانو معبود) په ایودهیا کې زیږیدلی دی او ادعا کوي چې مخکې تر دې د بابري جومات پر ځای د دوی یو مندر موجود وو تر هغه چې په ۱۵۲۸م کال کې د مسلمانانو یوه دیني عالم بیا هلته جومات جوړ کړی دی.

Indien Hindu-Nationalisten fordern den Bau eines Tempels
د هند د نفوس ۱۴ سلنه برخه مسلمانان تشکيلوي.انځور: Getty Images/AFP/S. Hussain

د نږدې تیرو دریو لسیزو راهیسې په وقفه یي شکل د جومات په ځای کې د مندر د جوړولو خبره مطرح کیږي. د رویټرز خبري آژآنس په حواله د هند واکمن ګوند «بهارتیه جنتا پارټي» او په هندو ډلو پورې اړنده کسان هر وار له ټاکنو مخکې دا مسئله راپورته کوي.

هند چې ۱،۳ میلیارده نفوس لري د نفوس ۱۴ سلنه برخه یې مسلمانان تشکيلوي. د بابري جومات موضوع د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د شخړو او جګړو د رامنځته کیدو سبب کیږي.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۹ کال په می کې به په هندوستان کې انتخابات ترسره شي. خو ویل کیږي چې د مودي ګوند د پخوا په پرتله ځکه خپل محبوبیت بایللی دی چې د هندوانو د ملاتړ راجلبولو له پاره مذهبي شخړو ته لمن وهي.