1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوان: په کابل کي هندوسوز نه لرو

۱۳۹۱ آبان ۲۵, پنجشنبه

افغاني هندوان وایې، چي مسلمانانو یې د پلازمېني کابل په گډون په یو شمیر نور سیمو کې پر پلرنيو مځکو او هندوسوزانو باندي کورونه جوړ کړي دي. دوی وایي نه له طالبانو او نه هم له اوسني حکومته ښه زړه لري.(انځور له ارشيفه)

https://p.dw.com/p/16jZU
انځور: picture-alliance/dpa

دا يوازي هندوان نه دي چې په افغانستان کي د مځکو له غصب څخه شکایت کوي، بلکې د نوي حکومت له راتگ په زرونو هکټاره مځکه د هیواد په بېلا بېلو برخو کې زور واکو عصب کړې ده.

یو وخت په افغانستان کې د هندوانو د کورنیو شمیره زرونو ته رسیده، چې په بېلا بېلو ولایتونو کې خواره واره پراته ول، خو اوس د دغو کورنیو شمیره د گوتو په شمېر دی.

د کابل یوه هندو اوسیدونکي درنویر سینگ، له دویچه ویله سره په ځانگړې مرکه کې له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته د سنتي مراسمو د تر سره کولو تر څنگ د استوگني له پاره مځکي ورکړي:

«اوس موږ په ښار کې هندوسوز نه لرو، چې خپل مړی هلته وسځوو، کله چې اوس زموږ څوک مړ شي هغه په درمسال کې اور ته سپارو، چې بیا د نږدې پرتو سیمو مسلمانان په شکایت درمسال ته راځي او وایې چې دا کار د دوی د سیمي هوا خرابوي.»

يو بل تن هندو چي خپل نوم لالو باب سينگ، ښيي وايي چي عام افغانان نه یوازي دا چې د دوی د ژوند له پاره ستونزي جوړوي، بلکې د دوی د مذهبي مراسمو مخه هم نیسي.

هغه وايي، له ډيره وخته راهيسي چي په کابل کي د دوی يو څوک مړ شي، نورو ولایتونو ته يې لیږدوي او هلته یې سوځي. هغه وویل چې دوی ته د هندو سوز د ځای نه ورکول له افغانستان څخه د شړلو مانا لري:

«یو هندو چي په یوه مملکت کې هندسوز و نه لري یا هدیره و نه لري هغه خو نو د دغه ملک وگړی نه دی.»

خو د کابل ښاروالي وايي، چي هنددوانو ته يې د پلازمېني په ختیځ کې یوه ټوټه مځکه چې مساحت یې لسونو جریبو ته رسیږي سپارلې ده، چي هلته خپل مذهبي مراسم تر سره کړي.

کابل ښاروال یونس نواندیش، وایې مځکه د حکومت ملکیت ده او هیڅوک د هندوانو مخي ته نه شي دریدلای:

«دا ساحه چې مساحت یې ۸۶ جریبه ده، پکښې د هندوانو له پاره د استوگني کورونه، هندو سوز او تفريحي پارک جوړیږي.»

خو د حکومت دغه گام د سیمي د خلکو له سخت غبرگون سره مخامخ شوی دی. د کړوخیلو یوه قومي مشر وویل چې د دغې مځکي قبالي لري او د وینو په تویدو به یې هم پردیو ته پرې نږدي.

هندوان او سکان د افغانستان وگړو دي، چې د اویا یمي لسیزې پرمهال یې یوازي په کابل کې په زرونو کورنۍ میشته وي، خو د کورنیو جگړو له امله یې ډيری له افغانستانه کډه وکړه.

هندوان اوس هم د خوست، ننگرهار، غزني، کابل، کندهار او هلمند تر څنگ په یو شمیر سیمو کي اوسیږي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل