1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان، انگلستان ته په پنځو لوبو کي پرلپسې ماته ورکړه

۱۳۹۰ آبان ۵, پنجشنبه

د رویندرا جادیجا ښه توپ اچولو په وجه، د هندوستان د کریکټ لوبډلې د انګلستان لوبډلې ته په وروستې او پنځمه لوبه کې پرلپسې ماتې ورکړه.

https://p.dw.com/p/12zwS
انځور: AP

د هندوستان لوبډلې د دغې لوبې په ګټلو سره د لوبو دغه سلسله هم وګټله او انګلستان یې له مکملې ماتې سره مخامخ کړ.

د چهارشنبې « د ۲۰۱۱م کال د اکتوبر د میاشتې ۲۵» په ورځ د هندوستان په کلکتې ښار کې وروستې لوبه تر سره شوه. انګلستان د ۲۷۲منډو جوړولو ته ملا وتړله او په ښه توګه یې د لوبې پیل وکړ.

کریګ کیسویټر او ایلیسټر کوک دواړو په شریکه ۱۲۹منډې جوړې کړې خو د لوبې د ښه پیل سره سره لوبه هغه وخت بدله شوه چې د هندوستان توپ اچوونکې جادیجا ډیر ښه وځلید او د ۳۳منډو په ورکولو سره په دې وتوانید چې ۴تنه وسوځوي.

د هندوستان یو بل توپ اچوونکي روي چندن هم ښه وځلید او د ۲۸منډو په ورکولو سره یې دری تنه وسوځول، همداشان سریش رینا او منوج تواري د یو یو تن په سوځولو سره د هندوستان لوبډله بریا ته نږدي کړه.

د یادولو وړ ده چې د انګلستان او هندوستان تر منځ تر سره کیدونکو پنځو یو ورځنیو لوبو کې د انګلستان لوبډله په دې ونه توانیده چې د انګلستان څخه یوه سیالي هم وګټي.

اژانسونه/ سید ریاض

کتونکی: نجيب الله زيارمل