1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان او پاکستان د سولي خبري بيا پيلوي

۱۳۹۰ تیر ۲, پنجشنبه

د هندوستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستياله، نيروپا راو، د پنج شنبې په ورځ پاکستان ته رسيدلې ترڅو د داړو هيوادونو تر منځ د سولي د خبرو اترو په اړه د خپل پاکستاني سيال سلمان بشير سره خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/11iB5
د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو مرستيال وزيران
د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو مرستيال وزيرانانځور: AP

د تروريزم په اړه انديښنې به، د هندي پلاوي د سفر اصلي اجندا وي. دغه هندی لوړ پوړی چارواکي په داسي حال کي پاکستان ته رسيدلی چي په دغه هيواد کي د اسامه بن لادن د وژنه څخه څه د پاسه يو مياشته تيريږي.

د هندوستان او پاکستان تر منځ د سولي څلور کلن بهير وروسته ترهغه په ناڅاپي ډول پای ته ورسيدی چي، په 2008 کال کي وسله والو کسانو په ممبی کي 166 کسان ووژل.

هندوستان وايي چي دغه تروريستان د پاکستان څخه دغه هيواد ته راغلي ول او د پاکستان څخه وغوښتل چي دوی د هندوستان دولت ته وسپاري. خو پاکستان بيا دغه تورونه رد کړل چي دغو ټولو جنجالونو د دواړو هيوادونو ترمنځ د سولي بهير د ستونزو سره مخامخ کړ.

اوس تر دوه کلن ځنډ وروسته به دا خبري په پاکستان کي د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزارت د مرستيالانو په کچپه پيل سوي.

د هندوستان د بهرنيو چار د وزارت مرستياله، نيروپا راو، به د خپل پاکستاني سيال، سلمان بشير، سره په اسلام آباد کي خپلي دوې ورځينۍ غونډي په داسي حال کي پيل کړي چي په راتلونکي مياشت کي به د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هندوستان ته لاړ سي.

چارواکي وايي چي د هندوستان او پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيالان به نن«پنج شنبه» تر غرمې وروسته خبري اتري پيل کړي. د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ويانده، تهمينه سنجوا، وويل چي د دغو خبرو اترو څخه د ښو پايلو طمع کيږي.

هغې وويل چي خبري اتري به په جمو او کشمير، امنيت، سوله او د دواړو لورو ترمنځ د اعتماد پر جوړوني تمرکز وکړي. تهمينې زياته کړې چي دواړه لوري کولای سي چي بله هره موضوع تر بحث لاندي ونيسي.

که څه هم د دغو خبرو اترو څخه د لويو پايلو طمع نه کيږي، خو د اړيکو تامينول د هندوستان او پاکستان لپاره ډيراهميت لري.

نړيوالو هم پر پاکستان او هندوستان په وار وار ږغ کړی چي، د سولي پروګرام بيرته پيل کړي. هندوستان او پاکستان تر اوسه پوري درې واري جګړې کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل