1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان تر امريکا مخکی شو

۱۳۸۷ فروردین ۲۶, دوشنبه

په هندوستان کې موبايل ټلفون په حيرانوونکې توگه سره پرمختگ کوي، يعنې په هره مياشت کې آته نه مليونه نوي برخوال پرې ورزياتيږي.

https://p.dw.com/p/DhU2
انځور: SonyEricsson

د هندوستان د شمالي ايالت اوترپرديش په سانساراپورنومي کلي کې له اقتصادي پرمختگ څخه ډېر څه نه ليدل کيږي. سړکونه يې گردجن او کنډوکپر دي، يواځې د موټرسايکل ځغلولو د پاره مناسب. برېښنا په ورځ کې يواځې دوې گړۍ شته. تلفوني مري هېڅ وجود نه لري. دوه کاله وړاندې بايد سړی د تلفون کولو په منظور څو کليومتره ليرې گوري گنج ته تللی وای. د کلي مشر يا ملک رام چوراسيا وايي چې هلته هم ستونځې موجودې وې او زياتوي:

دا په نړۍ کې تر بل هر ملک نه لوړه اندازه ده. په دې ورځو کې هندوستان له امريکې څخه وړاندې شوی او د ٢٦٥ مليونو موبايل تلفونونو په درلودلو سره، وروسته له چين نه په نړۍ کې دوهم هېواد گرځېدلی. اوس ډېره زياته پاملرنه کليوالو سيمو ته کيږي. د هغه ١،١ ملياردي هېواد دوه پر درې برخه وگړي له لويو ښارونو نه د باندې ژوند کوي. د هند د تلفونونو د دولتي ادارې مشر ساب دايال ساکسينا څرگندوي چې اوس د موبايل تلفونونو د شرکتونو مشکل کليوالې سيمې دي. دی وايي:
(ښاري مارکټ ورو ورو په مړېدو دئ. هلته اوس د هرې متوسطې کورنۍ غړي موبايل تلفونونه لري.)
د دې پرمختگ بنسټيز علتونه اقتصادي رقابت او ټيټې بې دي، مثلا په دقيقه کې د يوه سنټ دريمه برخه لگښت.
(ساکسنا زياتوي، هرڅوک اوس له موبايل تلفون څخه گټه اخلي، ځکه موږ ډېر ارزانه کړيدي، مگر سره له هغه هم گټه کوو. خو د برخوالو شمېر ډېر زيات دئ. موږ زياته گټه د شمېر له مخې کوو.)
د موبايل تلفونونو عرضه کوونکي هنوز د پرمختگ زيات امکانات ويني. د انترنيت د مشکلاتو په نظر کې نيو لو سره اوس دوی زيات چانس په دې کې ويني چې د موبايل تلفونونو له لارې آدات وليږل شي.