1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان خپل پوځي لګښتونه راکموي

سید ریاض (پریا ایزلبورن)۱۳۹۱ اسفند ۱۱, جمعه

د هندوستان د مالیې وزیر چدامبرام، د پنجشنبې په ورځ په پارلمان کې وویل چې د دغه هیواد بودیجه ټولې نړۍ ته دغه خبره څرګندوي چې هندوستان یو هوښیار اقتصادي مسیر غوره کړی دی.

https://p.dw.com/p/17orJ
** FILE **In this Jan. 26, 2007 file photo, Indian Army's Brahmos Missiles, a supersonic cruise missile, are displayed during the Republic Day Parade in New Delhi, India. India on Tuesday tested its nuclear-capable Brahmos supersonic cruise missile, jointly developed with Russia, amid mounting tensions with rival Pakistan following the Mumbai terror attacks, a news report said.(AP Photo/Gurinder Osan, File)
Raketentest Indienانځور: dapd

 هندوستان په ټولیره توګه د ۲۰۱۳ کال له پاره ۳۰۹ میلیارده ډالره بودجه ټاکلې ده چې د تیر کال په پرتله په کې ۱۶ سلنه ډیروالی راغلی دی. په دغه بودجه کې د هندوستان د پوځ په بودجې کې د ۲۰۱۲ کال په پرتله لږ زیاتوالی راغلی دی.

په داسې حال کې چې په ۲۰۱۲ کال کې د هندوستان د پوځ په بودجې کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی وو، سږ کال دغه بودجه یوازې پنځه سلنه لوړه شوې ده چې شاوخوا۴۰ میلیاردو ډالرو ته رسیږي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو کلنۍ دفاعي بودجه ۵۰۰ میلیارده ډالر او د چین ۱۱۰ میلیارده ډالره ده.

په ۲۰۱۲ کال کې د هندوستان د پوځ د هغه وخت مشر وجی کمار سنګهـ، د هندوستان لومړي وزیر منموهن سنګهـ ته یو لیک استولی وو. هغه په دې لیک کې د پوځ د وضعیت په اړه انديښنه څرګنده کړې وه او د پوځ د عصري کولو په برخه کې یې د غفلت خبرداری ورکړی وو.

هندوستان اتومي وسلي لري او له ۱۹۴۷ کال راهیسې یې دوه وارې له خپل ګاونډي هیواد پاکستان، سره جګړې کړي دي.

هندوستان څومره تسلیحاتو ته اړتیا لري؟

د اقتصادي چارو کارپوهه پراوین جهان، وایي چې حکومت بل هیڅ امکان نه لري، مګر دا چې دا ځل خپل تمرکز نورو برخو ته واړوي. هغه زیاتوي: «په تیرو وختونو کې په پرله پسې توګه په دې اړه نیوکه کیده چې هندوستان ډیر په ناانډوله توګه خپلې منابع دفاعي چارو ته ځانګړې کړي دي.»

د سویدن هیواد د سولې د څیړنیز مرکز «سیپري» د یوې څیړنې له مخې هندوستان د ټولې نړۍ په کچه د وسلو د رانیونکوونکو هیوادونو په کتار کې اووم ځای لري. د شاوخوا ۷.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د «رافايیل» ډوله فرانسوي نومې «۱۲۶ جنګي جیت الوتکو» رانیول په تیر کال کې په نړۍ کې یوه له سترو تسلیحاتي معاملو څخه وه.

هندوستان تر هر څه مخکې غواړي چې خپل هوايي ځواکونه عصري کړي. دغه هیواد په پام کې لري چې شاوخوا ۴۰۰ څرخي الوتکې، یو شمیر بې پیلوټه الوتکې او نور تسلیحاتي سیستمونه راونیسي. خو د یو شمیر مالي فساد قضیو دغه پانګه اچونه له ځنډ سره مخامخ کړې ده.

د دغه هیواد د مالیې وزیر غواړي چې د دولتي پوررونو کچه ډیره راټیټه کړي. او په عین وخت کې غواړي سیاسي ملاتړ هم خپل کړي. په ۲۰۱۴ کال کې په هندوستان کې پارلماني ټاکنې تر سره کیږي. ۶۷ کلن چیدابرام هم په دغو ټاکنو کې د لومړي وزیر څوکۍ ته احتمالي نوماند دی.

د هندوستان ډیر شمیر رسنیو ویلي دي چې په دغې بودجه کې د هر چا له پاره یو څه شته، او چا ته په کې ضرر نه رسیږي. په نوي ډهلي کې د «جواهر لعل نهرو» له پوهنتون څخه د اقتصادي چارو کارپوهه پراوین جهان، وایي: «کله چې موږ له یوې داسې بودجې څخه خبرې کوو چې د سیاسي انتخاباتي مبارزې د پالیسې پر بنسټ جوړه شوې وي، نو لازمه ده چې داسې ویشل شوې وي چې د ټولو خلکو له پاره په زړه پورې وي. او عامو خلکو ته د خوارکي توکو تأمینیدو ته په کې لومړیتوب ورکړل شوی وي.»

د اقتصادي ودې پر وړاندې شته ستونزې

هندوستان په اوسني وخت کې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی. دغه هیواد د ټولې نړۍ په کچه لسم لوی اقتصاد او په اسیا کې دریم لوی اقتصادي قدرت بلل کیږي. په داسې حال کې چې په نړۍ کې د اقتصاي کړکیچ سره سره د هندوستان ګاونډی او رقیب هیواد چین، لا تر اوسه د ښې اقتصادي ودې انتظار کولای شي، هندوستان باید په دې برخه کې د خپلې پخوانې ښه ودې وړاند وینې اصلاح کړي. دا په دې معنې چې دغه هیواد ښايي د هغې اندازې چې پخوا يې ټاکلې وه په پرتله لږه وده وکړي.

اټکل کیږي چې سږ کال به د هندوستان اقتصاد یوازې پنځه سلنه وده وکړي. دا په تیرې یوې لسیزې کې د هندوستان له پاره د اقتصادي ودې تر ټولو ټیټه کچه ده. له بلې خوا په هندوستان کې د انفلاسیون مخ په لوړیدونکې کچه، ادارې فساد او ضعیفه بنسټونه هم د دې سبب شوي دي چې په دې هیواد کې د پانګونې له پاره د بهرنیو پانګوالو د ډاډمنیتا کچه راټیټه شي.

په همدې حال کې د مالی وضعیت د ارزونې مخکښو مؤسسو هم په هندوستان کې د سوداګري په اړه خبردارې ورکړی وو. د هندوستان د مالیې وزیر د دغه هیواد په پارلمان کې وویل: «موږ د دی اختیار نه لرو چې په دې اړه مباحثه وکړو چې  آیا بهرنیو پانګونو څخه هر کلی وکړ او که رد یې کړو.  بهرنۍ پانګونې ډیرې مهمې دي.» هغه زیاته کړه: «په هندوستان کې باید سوداګري ډیره ساده وي. دغه بهیر باید مغلقه نه وي او د ټولو اړخونه له پاره باید ګتور وي.»

ډیری هندیان د کرهنې به سکتور کې کار کوي
ډیری هندیان د کرهنې به سکتور کې کار کويانځور: AP
د هندوستان د مالیې وزیر چدامبرام
د هندوستان د مالیې وزیر چدامبرامانځور: AP