1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: د افغانستان په مسئله کې دې د پاکستان د رول نظارت وشي

۱۴۰۰ مهر ۳, شنبه

هندوستان وايي د امریکا ولسمشر جو بایدن او نور رهبران په دې سلا شوي چې د افغانستان په اړه د پاکستان رول به په پوره دقت سره څاري. هندوستان د افغانستان په ستونزو کې د پاکستان رول د خپل تاريخي حريف په توګه «لمسونکی» بللی دی.

https://p.dw.com/p/40q8Z
USA I Präsident Joe Biden spricht während des Quad-Gipfels
انځور: Evan Vucci/AP/picture alliance

د هندوستان صدراعظم نریندا مودی له جو بایدن سره تر خپلې لومړنۍ حضوري کتنې وروسته د استرالیا او جاپان له رهبرانو سره په يوې جوړې شوې څلور اړخيزه غونډه کې هم ګډون وکړ. د فرانسې خبري آژانس د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر ۲۵مه) له واشنګتن څخه د هندي چارواکو له قوله خبر ورکړ چې مودي په دغې غونډه کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته د افراطي ډلو په اړه خپله انديښنه شريکه کړه.

د هندوستان د بهرنيو چارو د وزارت سکرتر، هریش وردهان شرينګلا د سپينې ماڼۍ تر خبرو اترو وروسته خبريالانو ته وویل: «یو څرګند احساس موجود وو چې په افغانستان کې دې د پاکستان رول په لا ډير دقت سره وکتل، په ډير احتیاط سره وارزول او وڅارل شي ... د پاکستان رول د تروریزم په مسئله ... رول باید په نظر کې نیول شوی وی.»

 هغه زیاته کړه چې څلور اړخيزه سرمشريزه به هغه «مهمې نقطې په نظر کې ولري کوم چې ځینې وخت نادیده ګڼل شوي، کله چې تاسو وينې پاکستان خپل ځان د یو سهولت برابروونکي په توګه مخته کوي په داسې حال کې چې په واقعیت کې هغه په ډيرو مواردو کې زموږ په ګاونډ او تر هغه ورهاخوا د ستونزو له پاره هڅې کوي.»

Afghanistan Kabul - Taliban PK
طالبانو تر شل کلنۍ جګړې وروسته د اګست په ۱۵مه یو ځل بیا د افغانستان واک ترلاسه کړانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

هندوستان د افغانستان د پرزول شوي حکومت له مهمو متحدينو څخه وو. د اشرف غني په مشرۍ دغه حکومت نژدې یوه نیمه میاشت مخکې له افغانستانه د امریکايي قواوو په وتلو د طالبانو له خوا ړنګ شو او په دې سره طالبانو تر شل کاله جګړې وروسته یو ځل بیا واک ته ورسيدل.

طالبانو پر افغانستان خپله لومړنۍ واکمنۍ د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله درولوده او په دغې موده کې پاکستان د دغې ډلې يو د مهمو ملاتړکونکو څخه وو. که څه هم تر ۲۰۰۱ وروسته پاکستان د طالبانو د رژيم په ړنګولو سره امریکا ترڅنګ ودرید خو له بلې خوا ځينې امریکايي چارواکي د افغانستان په جګړه کې پاکستان او په ځانګړې توګه د دغه هیواد استخباراتي سازمان له طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړی دی. د طالبانو څخه ملاتړ بیا په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ څخه د پاکستان د انديښنو له کبله ښودل شوی دی.

Pakistan Islamabad Taliban-Delegation trifft Außenminister Shah Mahmood Qureshi
د سولې د مذاکراتو د وخت د طالبانو مرکچي پلاوی په اسلام آباد کې د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سرهانځور: picture-alliance/AP/Pakistan Ministry of Foreign Affairs

خو امریکا متحده ایالاتو بیا په عامه توګه د افغانستان په جګړه کې د پاکستان له هڅو هرکلی کړی چې په وينا يې وکړای شو طالبان د مذاکرې ميز ته کينوي چې په نتیجه کې ېې د افغانستان واک ته هم ورسيدل.

 همدارنګه د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له پاکستان څخه مننه وکړه چې له افغانستان څخه يې د امریکايي اتباعو د وښکلو په برخه کې مرسته کړې ده. په مقابل کې د بلینکن پاکستاني سیال شاه محمود قریشي هغه ته وويل چې «خپلو مهمو موخو ته د رسیدو» له پاره به ګډ کار کوي.

د نریندرا مودي په مشرۍ د هندوستان عوامپاله حکومت پاکستان سره ښه مناسبات نه لري او پاکستان يې په خپله خاوره کې د بریدونو پر سازمان ورکولو باندې تورن کړی دی. خو مودي سربیره پر دې، روان کال پر عمران خان باندې د ښو اړیکو د رامنځ ته کيدو له پاره غږ وکړ.

آ/م.ک.ص./ا.ا.